Abdulhadi Hairan - Afghan writer, research analyst, journalist, and translator

Posts Tagged ‘واورې، کابل، افغانستان، ژمى’

سياسي, پښتو

January 27, 2010

کابل په سپينو واورو وپوښل شو

Tags:


د کابل خلک وايي “کابل دې بې زرو وي خو بې واورو نه.” دا لدې امله چې په ژمي کې د واورو نه کېدل په دوبي کې د اوبو کمبود راولي او له امله يې هېواد د وچکالۍ سره مخ کېږي. سږ کال د واورې او بارانونو د نه کېدو له امله ژمى تر پخوا کم يخ ګڼل کېده او وېره وه چې هېواد به له وچکالۍ سره مخ شي، خو پرون هغه وخت د کابل د اوسېدونکو مخونه وغوړېدل چې د لومړي ځل لپاره پرېمانه واوره راښکته شوه.
د دوو ورځو پرله پسې واورې ورېدو د کابل ښار سپين وپوښه چې له امله يې موسم هم بېرته يو څه سوړ شو. د زياتې او پرله پسې واورې ورېدو له امله په ښار او شاوخوا سيمو کې يو څه ترافيکي مشکلات او هغه خلک چې د سرپناه ځايونه نلري د ستونځو سره مخ شوي دي، په ځانګړي ډول هغه خلک چې په هلمند او نورو جنوبي ولايتونو کې د جګړو له امله بې ځايه شوي او اوس په کابل کې د ډېرو سختو مشکلاتو لاندې ژوند تېروي.