Abdulhadi Hairan - Afghan writer, research analyst, journalist, and translator

Posts Tagged ‘سوله، افغانستان، طالبان، قومونه’

سياسي, پښتو

February 6, 2010

ډالري سوله او “عمر” بم

Tags:

نړۍ ته په افغانستان کې معلومه شوه چې که جګړه په پېسو ده نو سوله هم بې پېسو نه کېږي. د اتو کلونو په جګړه د ملياردونو ډالرو له لګولو وروسته د امريکا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې او د حامد کرزي د “بيا انتخاب” شوي دولت نوې ستراتيژي دا ده چې مخالفينو ته پېسې ورکړئ او سولې ته يې راوبلئ. امريکا او ملګري هېوادونه يې اوس په خپلو کلنيو بوديجو کې د دې کار لپاره پېسې ځانګړې کوي او په افغانستان کې هم چې پخوا کومو خلکو د بيا رغونې او د ظرفيت د لوړونې پروژې اخيستلې يو ناڅاپه يې د سولې پروژو ته لاس اچول پېل کړل.
خو پوښتنه دا ده چې ايا سوله په پېسو اخيستل کېداى شي؟ او که د يو څه وخت لپاره واخيستل شي نو دوام به ولري؟ او تر دې هم مهمه پوښتنه دا چې په جګړه کې ښکېلې ډلې يو بل ته په مېدان کې توره ايستلې ولاړې وي او په خپل دريځ کې يو فيصد بدلون راوستلو ته هم چمتو نه وي نو درېمګړي به يې ترمنځ سوله څنګه وکړي؟ ښکاره بېلګه يې د ولسمشر اوباما لخوا افغانستان ته د دېرش زره تازه سرتېرو افغانستان ته د نويو وسلو او تيکنالوژۍ سره رالېږل او په ناکراره سيمو کې ځاى پر ځاى کول دي چې په مقابل کې يې طالبان د “عمر” په نامه د يو داسې نوي بم د جوړولو خبر ورکوي چې د سرک د غاړې د ماينونو ضد نوې تيکنالوژي يې نه معلومولى او نه ناکاره کولى شي.
سمه ده، د دې خبرې نه څوک انکار نشي کولى چې ډالر خامخا خپل تاثير ښيي؛ د افغانستان په تېرو جګړو کې هم ډالرو مهم رول لوبولى دى او اوس هم دواړو خواوو ته ډالر پوره کار کوي؛ نو د سولې په روانو هڅو کې به هم يو څه اندازه کار وکړي، مګر دا خبره واضحه ده چې څرنګه په افغانستان کې د ډالرو لپاره شوې تېرې جګړې د کومې ستونځې حل نه شوې داسې به دا هڅې هم د ستونځې د اوږدمهاله حل لپاره بې نتيجې وي.
د دې خبرې يو ښکاره دليل د نوې ستراتيژۍ د افغانستان د مرکزي حکومت په ځاى پرېښودل او نېغ په نېغه د قومونو سره د مرستې کولو برخه هم ده کومه چې به په لنډ مهال کې د امريکايانو يو څه ستونځې حل کړي خو په اوږد مهال کې به په افغانستان کې نوي جنجالونه راوزېږوي او بيا به د هغو جنجالونو د له منځه وړلو لپاره همدا نړيواله ټولنه نورې نوې ستراتيژۍ جوړوي. افغانستان د تېرو څو لسيزو راهيسې د نړيوالو قوتونو د داسې ستراتيژيو ښکار دى چې يوه يې د بلې او بله د بلې پر ضد جوړېږي، يوه ستراتيژي يو څه ستونځې حل کړي خو نورې ډېرې راوزېږوي.
نو پايله دا ده چې تلپاتې سوله د يو څو جنګياليو په پېسو اخيستلو نشي راتللى، ځکه که امريکا او افغان دولت يو څو جنګيالي په پېسو واخلي، ډېر نور به د پېسو لپاره جنګيالي شي. د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه يو خوا ته په افغانستان کې د حکومت د پياوړي کولو لپاره کار وکړي او بل خوا ته د سولې راوستلو لپاره د هغو قوتونو سره يا خبرو ته کېني او يا يې تر سخت فشار لاندې راولي چې په دې منطقه کې د جګړې اور ته لمن وهي او مرسته ورسره کوي.