August 30, 2009
Tags: افغان انتخابات, افغانستان, طالبان, پشتون
عبدالھادی حيران
افغانستان کی تاريخ کے دوسرے صدارتی انتخابات ہوچکے ہيں اور اب نتائج کا انتظار کيا جارہا ہے۔ غير رسمی نتائج سے سب کو معلوم ہوا ہے کہ ملک بھر ميں طالبان حملوں کی ڈر سے جو کم ووٹ ڈالے گئے ہيں ان ميں صدر حامد کرزئی کا پلڑا دوسرے اميدواروں سے بہت بھاری ہے، مگر سب يہ بھی جانتے ہيں کہ ان کی فتح کے اعلان کے ساتھ ہی خوف ہے کہ ان کے سياسی مخالفين ايسے مسائل کھڑی کرنے کی کوشش کريں گے جن کی ابتداء تو دھاندلی کے الزام لگانے اور ان کے خلاف پُرامن احتجاج سے ہوگی مگر انتہا کچھ بھی ہوسکتی ہے۔
اسی خوف کو مدنظر رکھتے ہوئے افغانستان کے اليکشن کميشن نے اپنے پہلے ١٠ فيصد رسمی نتائج کے اعلان کے وقت صرف شمالی صوبوں کی گنتی کرکے ايک ايسا طريقہ کار اختيار کيا کہ سردست تو کچھ دن کے لئے صورتحال نارمل رہ جائيگی مگر جيسے ہی جنوبی اور مشرقی صوبوں کے گنتی ہوجاتی ہے اور نتائج کا اعلان کرديا جاتا ہے تو يہ بات يقينی ہے کہ صدر کرزئی کا پلڑا ايک دم بہت بھاری ہوجائيگا۔ اس بات کا اندازہ اس سے بھی لگايا جاسکتا ہے کہ اگر شمالی صوبوں ميں کرزئی کے ووٹ ڈاکٹر عبداللہ سے ٢ فيصد زيادہ ہيں تو جنوبی صوبوں ميں ظاہر ہے کہ يہ فيصدی بہت اوپر چلی جائيگی۔
دھاندلی اور فراڈ
صدر کرزئی کے سوا تمام اميدواروں، کئی مبصرين اور بہت لوگوں کا خيال ہے کہ انتخابات ميں بڑے پيمانے پر دھاندلی ہوئی ہے۔ ايسی رپورٹس بھی موصول ہوئی ہيں کہ کئی صوبوں ميں مقامی حکام نے ووٹروں کو صدر کرزئی کو ووٹ دينے پر مجبور کيا تھا۔ اس کے علاوہ الزامات لگائے گئے ہيں کہ جنوبی صوبوں ميں صدر کرزئی کے حاميوں نے نہ صرف ووٹروں کو بلکہ اليکشن کميشن کے عملہ کو بھی خريدليا تھا۔
ان الزامات ميں کچھ حد تک سچائی تو اس لئے پائی جاتی ہے کہ اليکشن سے پہلے ہی ايسی مستند رپورٹس منظرعام پر آئی تھیں کہ کئی صوبوں کے گورنر صدر کرزئی کے لئے اليکشن کمپاين چلارہے تھے۔ خود اليکشن کميشن نے تسليم کيا ہے کہ دھاندلی کے ٥٥ الزامات شديد نوعيت کے ہيں اور امکان ہے کہ وہ انتخابات کے نتائج پر اثر انداز ہوجائيں۔
اس کا نتيجہ يہ نکلے گا کہ اگر صدر کرزئی کی کاميابی کا اعلان کردياگيا تو دوسرے صدارتی اميدوار اور ان کے حامی اسے تسليم نہيں کريں گے۔ اس معاملے ميں زيادہ امکان ہے کہ عوام نتائج تسليم نہ کرنے والوں اميدواروں کا ساتھ دے ديں کيونکہ کرزئی نے انتخابات کی دوڑ ميں جنرل رشيد دوستم اور جنرل قسيم فھيم جيسے لوگوں کو اپنے صف ميں کھڑا کرکے اپنی مقبوليت کا گراف مزيد گراديا ہے۔
دوسرا راؤنڈ
مگر اس سے پہلے کہ صدر حامد کرزئی اور ڈاکٹر عبداللہ کے حامی نتائج پر گتھم گتھا ہوجائے، قوی امکان يہ ہے کہ کوئی بھی اميدوار پچاس فيصد ووٹ حاصل نہ کرسکے گا اور بات دوسرے راؤنڈ تک پہنچ جائے گی۔ اگر ايسا ہوگيا، اور عام خيال يہ ہے کہ عالمی برادری ايسا ہی چاہتی ہے، تو اس کے کچہ فائدے مگر کافی زيادہ نقصانات برآمد ہوں گے۔ سب سے بڑا نقصان يہ ہے کہ دوسرا مقابلہ صرف کرزئی اور ڈاکٹر عبداللہ کے درميان ہوگا جسے پشتون اور تاجک قوموں کے درميان مقابلہ سمجھا جائيگا۔ نتيجتاً ان دونوں قوموں کے درميان پہلے سے موجود خليج مزيد بڑھ جائیگی۔ تب بھی اس امکان کو رد نہيں کيا جاسکتا کہ ہارنے والا اميدوار ايک بار پھر نتائج کو تسليم کرنے سے انکار کردے۔ يہ معاملہ پھر ايران کی طرح کی صورتحال کو جنم دے سکتا ہے جس کی افغان شکل بے شک کافی بدتر ہوسکتی ہے اور جس کے برے اثرات اس ريجن کی مجموعی صورتحال پر مرتب ہوں گے۔
August 29, 2009
Tags: افغانستان, انتخابي پروسه, هولبروک, کرزي
لا د افغانستان د تاريخ د دوهمو ولسمشريزو ټاکنو پايلې په رسمي توګه نه وې اعلان شوې چې د دې هېواد د اتو کالو راهيسې ولسمشر حامد کرزي او افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما د ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ترمنځ د تاوتريخووالي خبرونه ورکړل شول. ويل کېږي چې تاوتريخوالى له ډېر پخوا راهيسې موجود و خو يوې خوا ته يې هم نه سم تاو ليدل کېده او نه تريخوالى؛ بس د شونډو لاندې د يو بل پر ضد يو څه تروې تروې اشارې کېدلې.
خو د ټولټاکنو په خرابه وضعه کې ترسره کېدو او بيا تراوسه پورې د پايلو په سر ناندريو دواړو لوريو ته موقعه په لاس ورکړه چې خپل تاو او تريخوالى څرګند کړي. همدا وه چې دلته په کابل کې د ښاغلي ولسمشر وياند او نږدې خلکو او اخوا په واشنګټن کې د هولبروک ملګرو د خپل خپل لوري په ګټه دا خبره څرګنده کړه چې تاو تريخوالى موجود دى.
د امريکايي ورځپاڼې نيو يارک ټايمز د يوه تازه راپور له مخې ولسمشر حامد کرزى، چې ښايي په ټاکنو کې پنځوس په سلو کې رايې ترلاسه نه کړي او کومې چې ترلاسه کړي هغه هم د جنګسالارانو د ملګرتيا له امله مشکوکې دي، نو دا يو طلايي چانس په لاس ورغى چې افغانانو ته وښيي چې امريکا د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه کوي او په داسې حال کې چې افغانانو هغه ته رايې ورکړې دي امريکايان يې اوس په خپلسري ډول کار کولو ته نه پرېږدي.
مګر د هولبروک د ډلې دليل دا دى چې په ټولټاکنو کې نه يواځې د طالبانو د بريدونو د ډار له امله خلکو په هغه ولوله برخه وانه خيستله په کومه چې پکار و، بلکې په پراخه کچه درغلي هم پکې وشوله نو لدې امله اوس يوه پيچلې وضعه رامنځته شوې ده: که د حامد کرزي د بري اعلان وشي نو دموکراسي او انتخابي پروسه خپل ارزښت له لاسه ورکوي او په راتلونکي کې به څوک پرې باور نه کوي؛ د دې تر څنګ يو بل مشکل دا دى چې د هغه مخالف کانديدان، په ځانګړې توګه د ډاکټر عبدالله پلويان، دې ته تيار ندي چې د حامد کرزي برى ومني.
مګر که د بل چا د بري اعلان کېږي نو هغه خو د حقيقت نه ليرې خبره ده ځکه چې کومې رايې اچول شوې دي په هغو کې ولسمشر کرزي د پرېکنده اکثريت رايې اخيستې دي. اوس امريکايان غواړي چې د ټولټاکنو دوهمه دوره د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله ترمنځ وشي. په دې کې ښايي د امريکا او نړيوالو دوه اهداف وي: يو دا چې په څه طريقه د ډاکټر عبدالله تله درنه کړي او د ولسمشرۍ خولۍ ور په سر کړي، يا بل هدف دا کېداى شي چې په انتخابي پروسه د خلکو باور پېدا کړي.
له ښه بخته ولسمشر حامد کرزى اوس په داسې کرښه ولاړ دى چې د امريکايانو سره د تاو تريخوالي لپاره دليلونه په لاس کې لري. هغه داسې چې د ټاکنو په ورځ د رايو ورکول لا سر ته نه وو رسېدلي چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما او ملګرو ملتونو په ډېره بيړه دا اعلان وکړ چې په افغانستان کې انتخابي پروسه ډېره بريالۍ وه. ولسمشر اوباما ته ښايي يا خو چا وخت ناسم ښودلى و؛ ښايي هغه دا فکر کړى و چې په افغانستان کې به اوس شپه وي، او يا د هغه په رخصتۍ تللو ته بيړه وه نو دا يو مهم بيان يې ژر ژر ورکړ او ځان يې خلاص کړ.
هر څه چې وو، د ولسمشر اوباما دغه خبره ثبت شوې ده او اوس ترې هغه انکار نشي کولى. اوس دا د ولسمشر حامد کرزي لپاره يو غټ دليل دى: که انتخابي پروسه د ولسمشر اوباما په نظر بريالۍ وه، او په دغې بريالۍ پروسه کې ښکاره خبره ده چې د حامد کرزي رايې زياتې دي نو بيا پکې د هولبروک څه کار دى چې وايي دويمه دوره دې هم ترسره شي؟ دا د کرزي د ډلې لپاره يو مهم دليل دى.
بل دليل دا دى چې که هولبروک لږ هم په جيګ غږ خبره وکړي نو کرزى صيب تاوتريخوالي جوړولو ته خامخا بډې راوهي ځکه چې دغه تاو تريخوالى په سياسي مېدان کې د هغه په ګټه پاى ته رسي: په دې مانا چې هغه نه يواځې افغانانو بلکې نړيوالو ته هم دا دليل په لاس ورکولى شي چې هولبروک او د هغه امريکايي ډله د افغانستان په داخلي چارو کې ګوتې وهي او په داسې حال کې چې هغه د افغانانو لخوا انتخاب شوى دى دوى اوس پسې راخيستې ده او نه يې پرېږدي چې د افغانانو د رايو درناوى وکړي.
اوس په لانجه کې د دواړو خواوو خپل خپل اهداف څرګند دي مګر کتل دا پکار دي چې دواړه خواوې د دې شخړې څه حل راوباسي او که نه نوره يې پسې تودوي. د وضعې نه خو دا اندازه اخيستل ګران نه دي چې لانجه اوږدول که څه هم د يوې خوا لپاره به يو څه موقتي ګټه ولري خو منفي اغېز به يې د دواړو خواوو لپاره د تباهۍ کندې ته غورځېدل وي ځکه چې نه امريکايان په اوسني حالت کې د افغانانو ښکاره دښمني په سر اخيستلى شي او نه به د افغانستان د موجوده يا راتلونکي حکومت لپاره داسې کول د هوښيارۍ قدم وګڼل شي.