Abdulhadi Hairan - Afghan writer, research analyst, journalist, and translator

Archive for the ‘ادبي’ Category

Afghanistan, Analysis, ادبي, اردو, پښتو

March 11, 2010

Haiku: from Japanese to Pashto

Tags: , , , , ,

Haiku is a form of centuries-old Japanese poetry but increasingly gaining popularity in other languages across the world, and Pashto is not an exception.

This Afghan language itself has a shorter, more melodic and much popular form of folklore poetry called Tappa or Landay but Haiku also found its way into Pashto literature along with other genres of poetry from other languages such as English.

Haiku was first introduced in Pashto at least two decades ago not directly from Japanese or English but it came through Urdu language. Ismail Gauhar was the best known poet among the first Haiku writers in Pashto.

Later, many well-known and emerging poets wrote Haikus and published collections of this poetry, but Professor Izharullah Izhar, Naheed Sahar, and Zafar Khan Zafar became full time Haiku writers in Pashto. The latter mostly wrote humorous Haikus and humorously became Haiku Khan Haiku.

Now Haiku is a well-known and a permanent genre of Pashto poetry.

Afghanistan, English, Learning Pashto, ادبي, اردو, پښتو

March 10, 2010

English proverbs (C) پښتو متلونه

Tags: , , , , , , ,

English proverbs (B) پښتو متلونه

C

(533) Calamity is the touch stone of a brave mind.
(٥٣٣) په مصيبت کې د بهادرۍ پته لګي.
(534) Calamities make great talkers.
(٥٣٤) مصيبتونه په خلکو خبرې کوي.
(535) Calculate well before you speak.
(٥٣٥) اول سوچ کوه بيا وايه.
(536) Call a spade a spade.
(٥٣٦) سپين ته سپين او تور ته تور ويل.
(537) Call not the devil; he will come fast.
(٥٣٧) د شېطان نوم مه اخله سمدستي راځي.
(538) Care follows increasing wealth and the desire for greater things.
(٥٣٨) چې څومره دولت زياتېږي هومره ورسره لالچ او فکر هم زياتېږي.
(539) Can the Ethiopian change his skin?
(٥٣٩) تور رنګ په صابون نه سپينېږي.
(540) Cares passes every age.
(٥٤٠) سودايي د سودا نه نه خلاصېږي.
(541) Carrion crows bewail the dead sheep and then eat them.
(٥٤١) کارغان اول شور کوي بيا مردارى خوري.
(542) Cast not dust into the well that gives you water.
(٥٤٢) په کوم لوښي کې چې خورې په هغې کې غول مه کوه.
(543) Cast not forth the old water till the new comes in.
(٥٤٣) چې تر څو دې نوې مزدوري نه وي موندلې د زړې نه لاس مه وينځه.
(544) Catch not at the shadow and lose the substance.
(٥٤٤) غوږ يې بچ کاوه پوزه يې پرې شوه.
(545) Catch the bear before you sell his skin.
(٥٤٥) خيالي پلاوونه مه پخوه.
(546) Caution is the parent of safety.
(٥٤٦) د حفاظت لپاره احتياط ضروري دى.
(547) Chance contrives better than we ourselves.
(٥٤٧) په دنيا د چانس حکومت دى.
(548) Chance makes relations; choice makes friends.
(٥٤٨) خپلوي په تصادف او دوستي په خوښه جوړېږي.
(549) Change your pleasure, but never change your friends.
(٥٤٩) شغل بدلوه خو دوستان مه بدلوه.
(550) Changing of words is lighting of hearts.
(٥٥٠) يو بل ته په حال ويلو زړونه سپکېږي.
(551) Charity begins at home.
(٥٥١) اول ځان دى بيا جهان دى.
(552) Charity gives herself rich; covetousness hoards itself poor.
(٥٥٢) انسان په خېرات ورکولو شتمن او په لالچ کولو غريب ښکاري.
(553) Chastity once tarnished can be restored by no art.
(٥٥٣) د ښځې په لمن چې يو ځل داغ ولګېده بيا نه پاکېږي.
(554) Cheat me in the price, but not in the goods.
(٥٥٤) ګران يې راکه خو ښه راکه.
(555) Cheats never prosper.
(٥٥٥) د دوکې انجام ناکامي!
(556) Child is the father of man.
(٥٥٦) د نن ماشومان د سبا پلاران دي.
(557) Children and fools tell the truth.
(٥٥٧) د ماشومانو او احمقانو په خوله کې خبره نه ټينګېږي.
(558) Children are certain care, but very uncertain comforts.
(٥٥٨) په ماشومانو به ته پام خامخا کوې خو په تا؟ خداى خبر!
(559) Children are poor man’s riches.
(٥٥٩) د غريب دولت د هغه بچي دي.
(560) Children are what you make them.
(٥٦٠) د ماشومانو مازغه د سپينې پاڼې په څېر وي چې څه پرې ليکې پرې ليکل کېداى شي.
(561) Chips of the same block.
(٥٦١) د يوې سوړې ماران.
(562) Choose neither a woman nor linen by candle light.
(٥٦٢) ښځه او رخت د ورځې په رڼا کې ګوره بيا يې اخله.
(563) Choose not a house near an inn, or in a corner.
(٥٦٣) کور مه د بازار په څنګ کې اخله مه يې ترې ليرې.
(564) Christmas comes but once a year.
(٥٦٤) اختر هره ورځ نه راځي.
(565) Circumstances alter cases.
(٥٦٥) حالات معاملات بدلوي.
(566) Cleanliness is a fine life-preserver.
(٥٦٦) پاکوالى نيم ايمان دى.
(567) Claw me and I will claw thee.
(٥٦٧) ته له ما جار، زه له تا جار.
(568) Cleanliness is next to godliness.
(٥٦٨) پاکوالى بزرګۍ سره په دويمه درجه دى.
(569) Cleverness seeks cleverness.
(٥٦٩) اوسپنه په اوسپنه غوڅېږي.
(570) Close sits my shirt, but closer my skin.
(٥٧٠) خپل خپل او پردى پردى وي.
(571) Come not to the counsel uncalled.
(٥٧١) بې غوښتنې مشوره مه ورکوه.
(572) Companionship with a powerful person is never to be trusted.
(٥٧٢) د زورور په دوستۍ اتبار مه کوه.
(573) Coming events cast their shadows before hand.
(٥٧٣) د نر ځوى په زانګو کې پته لګي.
(574) Comparisons are odious.
(٥٧٤) مقايسې خوا بدوونکې وي.
(575) Condition makes and condition breaks.
(٥٧٥) حالات جوړول کا او حالات ماتول کا.
(576) Confidence begets confidence.
(٥٧٦) د زړه نه زړه ته لار وي.
(577) Conscience is a god to all mortals.
(٥٧٧) ضمير د ټولو انسانانو خداى دى.
(578) Consider that a friend may be made out of an enemy.
(٥٧٨) د دښمن نه هم دوست جوړېدلى شي.
(579) Confidence, like the soul, never returns thither whence it has departed.
(٥٧٩) د اعتبار مثال د روح دى، چې يو ځل لاړ، لاړ.
(580) Conscience places a bridle upon the tongue.
(٥٨٠) ضمير د ژبې قېضه ده.
(581) Confidence placed in another often compels confidence return.
(٥٨١) د اعتبار نه اعتبار پېدا کېږي.
(582) Contented with your lot, you will live wisely.
(٥٨٢) په خپل قسمت قانع اوسه ژوند به دې ښه تېرېږي.
(583) Counsel is never out of date.
(٥٨٣) مشوره هر وخت اخله.
(584) Courage is often caused by fear.
(٥٨٤) که ګور ګران دى د مړي ناکام دى.
(585) Courtesy costs nothing.
(٥٨٥) په ښو اخلاقو خرچه نه کېږي.
(586) Courtesy is cumbersome to him that knows it not.
(٥٨٦) په شرم دې هغه وشرمېږي چې په شرم پوهېږي.
(587) Courtesy on one side only lasts not long.
(٥٨٧) يو طرفه اخلاق تلپاتې نه وي.
(588) Courts have no almanacs.
(٥٨٨) د ځنګل د پاچا خپله خوښه ده چې بچي راوړي که اګۍ!
(589) Covetousness breaks the bag.
(٥٨٩) لالچ هيڅ ګټه نلري.
(590) Covetousness is generally incureable.
(٥٩٠) تمه هيڅ علاج نلري.
(591) Cowardice is the mother of cruelty.
(٥٩١) ډارنتيا د ظلم مور ده.
(592) Crafty men deal in generalities.
(٥٩٢) مکار خلک نېغه خبره نه کوي.
(593) Creep before you gang.
(٥٩٣) له منډې وړاندې تلل زده کړه.
(594) Criticism is easy and art is difficult.
(٥٩٤) تنقيد کول اسان دي، کار کول ګران.
(595) Crooked by nature is never made straight by education.
(٥٩٥) د سپي لکۍ په زور نه سمېږي.
(596) Crust cows have short horns.
(٥٩٦) خداى دې خره له ښکر نه ورکوي.
(597) Custon is the guide of the ignorant.
(٥٩٧) جاهلان په زړو کيسو پسې ګرځي.
(598) Cut your coat according to your cloth.
(٥٩٨) د خپل څادر سره پښې غځوه.

Afghanistan, ادبي, پښتو

March 4, 2010

English proverbs پښتو متلونه

Tags: , , , , ,

متلونه په هره ژبه کې وي او د ژبې خوند بلل کېږي. په ليکنه کې هم ځاى په ځاى د متلونو او محاورو کارول ليکنه په زړه پورې کوي او لوستونکى ځان ته راکاږي. کوم ليکوال چې د ژبې په متلونو او محاورو برلاسى وي هغه ډېرې لاسته راوړنې لري. لاندې ما د انګليسي ژبې متلونو او محاورو ته د هماغې مانا پښتو متلونه او محاورې ليکلې دي. د دې متلونو ټولوونکى اصلاً يو اردوژبى ليکوال دى او ما هم د هماغه کتاب څخه پښتو بڼه ورکړې ده. دا مهال زه په يو بل داسې کتاب کار کوم چې د انګليسي سيندونو څخه د انګليسي متلونه او محاورې راغونډوم او د پښتو متلونه او محاورې ورسره يو ځاى کوم، بيا يې د تشريح او بېلګو سره ليکم. ډېر ژر به دغه په کتابي بڼه خپور شي.

Learning Pashto Online: Useful information

A

(1) A bad beginning makes a bad ending.
(١) د بدو به بد مومې.
(2) A bad cat deserves a bad rat.
(٢) چې څنګه تيږه هغسې يې کربوړى.
(3) A bad cook licks his own fingers.
(٣) ناپوهه اشپز خپلې ګوتې څټي.
(4) A bad daughter-in-law is worse than a thousand devils.
(٤) د بدې ننګور نه زر بلاوې ښې.
(5) A bad husband cannot be a good man.
(٥) بد مېړه ښه سړى نشي کېدلى.
(6) A bad Jack may have as bad as Jill.
(٦) هره ښځه درخانۍ ده چې مېړه يې ادم خان وي.
(7) A bad neighbour is as great an evil as a good neighbour is an advantage.
(٧) د بد ګاونډي تاوان هم هومره ډېر څومره چې د ښه ګاونډي ګټه ډېره.
(8) A bad mind, a bad disposition.
(٨) چې زړه بد نو طبيعت هم بد.
(9) A bad thing never dies.
(٩) د بدۍ مرګ چرته؟
(10) A bad way has a bad end.
(١٠) د بدو انجام بد.
(11) A barber learns to shave by shaving fools.
(١١) عقل د کم عقلو نه زده کېږي.
(12) A bargain is after all a bargain.
(١٢) خپلې خبرې نه تښتېدل د پښتون کار نه دى.
(13) A bean in liberty is better than a comfit in a prison.
(١٣) د غلامۍ د پلاوونو نه د ازادۍ سوکړک ښه دى.
(14) A big head and little coit.
(١٤) دړۍ سر او چيټاکۍ عقل.
(15) A bird in hand is worth than two in the bush.
(١٥) په خپل لاس کې لږې د بل په لاس کې د ډېرو نه ښې دي.
(16) A bit in the morning is better than nothing all day.
(١٦) د نشت نه خو لږ ښه دى.
(17) A black hen lays a white egg.
(١٧) د ښو نه ښه زېږي د بدو نه واښه.
(18) A blind man is no judge of colours.
(١٨) خر د خيد په خوراک څه پېږي!
(19) A blot is no blot until it be hit.
(١٩) عېب چې تر څو پټ وي عېب نه دى.
(20) A blunt wedge will do it, where sometimes a sharp axe will not.
(٢٠) کوم کار چې په پسته کېږي، په سختۍ نه کېږي. (چې په ګوړه مري زهرو ته يې څه حاجت؟)
(21) A book is a friend that never deceives.
(٢١) کتاب داسې دوست دى چې هيڅکله دوکه نه کوي.
(22) A boaster and a liar are cousins.
(٢٢) لاپزن او درواغجن د اکا زامن وي.
(23) A brave retreat is a brave exploit.
(٢٣) د مېړانې شکست هم بهادري ده.
(24) A bribe will enter without knocking.
(٢٤) رشوت هر ځاى کې لاره وباسي.
(25) A bridle for a tongue is a necessary piece of furniture.
(٢٥) ژبه په قابو کې ساتل پکار وي.
(26) A broken sack will hold no corn.
(٢٦) په مات منګي کې اوبه نه ايسارېږي.
(27) A brother is a friend given by nature.
(٢٧) ورور د خداى لخوا جوړ کړاى شوى دوست دى.
(28) Absence sharpens love.
(٢٨) هجران د عشق اور نور هم زياتوي.
(29) A burnt child dreads the fire.
(٢٩) د شيدو سوى مستې پوکوي.
(30) A charitable man is a true love of God.
(٣٠) سخي د خداى دوست دى.
(31) A cheerful wife is the joy of life.
(٣١) خوش اخلاقه ښځه د ژوند ستر نعمت دى.
(32) A chip of the old block.
(٣٢) د يوې سوړې ماران.
(33) A civil denial is better than a rude grant.
(٣٣) په پسته “نه” په سختۍ د “هو” ويلو نه ښه دى.
(34) A close moth catcheth no flies.
(٣٤) بې غوښتنې هيڅ نه ترلاسه کېږي.
(35) A constant guest is never welcome.
(٣٥) هره ورځ تګ راتګ قدر کموي.
(36) A contented mind is a continual feast.
(٣٦) قناعت د هر څه نه لوى دولت دى.
(37) A courageous foe is better than a cowardly friend.
(٣٧) د بې غېرته دوست نه غېرتي دښمن ښه دى.
(38) A covetous man is never satisfied.
(٣٨) د لالچي خېټه نه ډکېږي.
(39) A coward’s fear can make a coward valiant.
(٣٩) چې تنګ شي نو په جنګ شي.
(40) A crafty knave needs no broker.
(٤٠) ټګ ته دلال څه پکار؟
(41) A creaking cart goes long on the wheels.
(٤١) دنيا کې هيڅ شى بېکاره نه دى.
(42) A crooked stick will have a crooked shadow.
(٤٢) د بد نه بد زېږي.
(43) A crowd of books distracts the mind.
(٤٣) زيات لوست مازغه ګډوډوي.
(44) A crown is no cure for the headache.
(٤٤) دولت د هر مرض علاج نه دى.
(45) A crust cow hath short horns.
(٤٥) ښه دى چې د خره ښکر نشته!
(46) A danger foreseen is half avoided.
(٤٦) په تدبير د خطرې مخنيوى کېدى شي.
(47) A day to come shows longer than a year that’s gone.
(٤٧) راتلونکې ورځ د تېر کال نه غټه ښکاري.
(48) A dead bee maketh no honey.
(٤٨) مړه مچۍ به څه شات جوړ کړي.
(49) A dead mouse feels no cold.
(٤٩) د مړي به څه يخ وشي.
(50) A diamond daughter turns to glass as a wife.
(٥٠) نازولې لور ناراسته ننګور وي.
(51) A diligent scholar and the master’s paid.
(٥١) که زده کوونکى زيارکښ نه وي د ښوونکي زيار هيڅ مانا نلري.
(52) A disarmed peace is weak.
(٥٢) د بې وسلې شوي سره سوله کمزورې وي.
(53) A discontented man knows not where to sit easy.
(٥٣) بې صبره نه هوسا کېږي.
(54) A disease known is half cured.
(٥٤) د مرض تشخيص نيم علاج دى.
(55) A drowning man will catch at a straw.
(٥٥) اوبو وړى هر بوټي ته لاس اچوي.
(56) A drunkard’s purse is a bottle.
(٥٦) د شرابي جېب په بوتل کې وي.
(57) A dry cough is the trumpeter of death.
(٥٧) وچ ټوخى د مرګ پېغام دى.
(58) A fair day in winter is the mother of a storm.
(٥٨) د ژمي په ارامه ورځ پسې توپان راځي.
(59) A fair face may hide a foul heart.
(٥٩) څېره د مسلمان او کارونه د کافرو.
(60) A fair face needs no paint.
(٦٠) ښايست سينګار ته اړتيا نلري.
(61) A fair wife and a frontier castle breed troubles.
(٦١) ښکلې ښځه او سرحدي کلا د جګړو جرړې دي.
(62) A favour ill placed is a great waste.
(٦٢) نامستحقو ته څه ورکول ډېران ته ګوزارل دي.
(63) A fault confessed is half redressed.
(٦٣) د جرم اقرار نيمه اصلاح ده.
(64) A fault once denied is twice committed.
(٦٤) د ګناه نه انکار د ګناه د تکرار په مانا دى.
(65) A feeble body makes the mind weak.
(٦٥) د کمزوري بدن زړه هم کمزورى وي.
(66) A figure among ciphers.
(٦٦) ړندو کې کوڼ باچا وي!
(67) A fleece of a year is more profitable than one which is shorn twice and thrice a year.
(٦٧) د صبر مېوه خوږه وي.
(68) A flow will have an ebb.
((٦٨) هر کمال له زوال وي.
(69) A fool and his money are soon parted.
(٦٩) کم عقل سره دولت نه ايسارېږي.
(70) A fool cannot be still.
(٧٠) کم عقل سړى غلى نشي کېناستى.
(71) A fool demands much, but he is a greatest fool that gives it.
(٧١) احمق غټه برخه غواړي او چې څوک يې ورکوي هغه د هغه نه هم ستر احمق دى.
(72) A fool may ask more questions in hour than a wise man can answer in seven years.
(٧٢) احمق په يو ساعت کې دومره پوښتنې کوي چې هوښيار يې په اوو کالو کې ځوابونه نشي ويلى.
(73) A fool may give a wise man counsel.
(٧٣) چر هر څومره هوښيار يې نادان وپوښته.
(74) A fool’s bolt is soon shot.
(٧٤) د کم عقل ټوپک زر خلاصېږي.
(75) A fool’s tongue is long enough to cut his throat.
(٧٥) د کم عقل اوږده ژبه د هغه مرۍ غوڅولى شي.
(76) A forced kindness deserves no thanks.
(٧٦) په زور د شوې مهربانۍ څه مننه!
(77) A friend in court makes the process short.
(٧٧) چې محکمه کې دوست ولرې کارونه اسانېږي.
(78) A friend in need is a friend indeed.
(٧٨) دوست هغه چې په تکليف کې پکار راشي.
(79) A friend is never known till one has need.
(٧٩) دوست دښمن په مصيبت کې معلومېږي.
(80) A friend is easier lost than found.
(٨٠) دوست پېدا کول ګران او له لاسه يې ورکول اسان دي.
(81) A friend marries is a friend lost.
(٨١) دوست چې دې واده شو نو لاس ترې ووينځه.
(82) A friend to everybody is a friend to nobody.
(٨٢) د هر چا يار د هيچا يار نه دى.
(83) A friendly house is the best of houses.
(٨٣) دوستانه کور د ټولو نه ښه کور وي.
(84) A full belly neither fights, nor flies well.
(٨٤) ډکه خېټه نه جنګ ښه کولى شي نه منډه ښه والى شي.
(85) A full purse makes the mouth to speak.
(٨٥) چې جېب ډک وي زړه هم ښه وي.
(86) A gift will make its way through stone-walls.
(٨٦) ډالۍ په کلکو دېوالونو هم ننوځي.
(87) A golden key open all locks.
(٨٧) د سرو کيلې هر ډول قلف خلاصوي.
(88) A golden shield is of great defense.
(٨٨) د سرو ډال دې د هر څه نه بچ کوي.
(89) A good asker needs a good listener.
(٨٩) ښه وېناوال ښه اورېدونکي ته اړتيا لري.
(90) A good beginning is half the battle.
(٩٠) ښه پېل نيمه فتح ده.
(91) A good cow may have an ill-calf.
(٩١) د ولي کور کې شېطان.
(92) A good fame is better than a good face.
(٩٢) د ښه صورت نه ښه سيرت ښه دى.
(93) A good friend is my nearest relation.
(٩٣) ښه دوست لکه د خپلوان په څېر وي.
(94) A good horse never lacks a saddle.
(٩٤) ښه مال هيڅکله تاوان نه کوي.
(95) A good husband makes a good wife.
(٩٥) هره ښځه شيرينۍ ده چې خاوند يې ادم خان وي.
(96) A good judge conceives quickly, judges slowly.
(٩٦) ښه قاضي سوچ ژر ژر، پرېکړه کرار کرار کوي.
(97) A good life is the only religion.
(٩٧) مذهب څه ته وائى؟ ښه ژوند ته.
(98) A good man is always a learner.
(٩٨) ښه سړى هر وخت زده کړه کوي.
(99) A good merchant may meet with a misfortune.
(٩٩) ګټه تاوان د قسمت خبرې دي.
(100) A good mind possesses a kingdom.
(١٠٠) نېک زړه لويه بادشاهي ده.
(101) A good name is better than riches.
(١٠١) د ډېر دولت نه ښه نوم غوره دى.
(102) A good name is sooner lost than won.
(١٠٢) د عزت ترلاسه کول ګران او د لاسه ورکول يې اسان دي.
(103) A good presence is a letter of recommendation.
(١٠٣) ښکلى مخ پخپله لوي سفارش دى.
(104) A good servant should have good wages.
(١٠٤) چې مزدور ښه وي معاش به يې هم ښه وي.
(105) A good man dies early.
(١٠٥) نېک خلک زر مړه کېږي.
(106) A good tongue is a good weapon.
(١٠٦) خوږه ژبه ښه وسله ده.
(107) A good wife and health are a man’s best wealth.
(١٠٧) د سړي غټ دولت ښه ښځه او روغ صحت دى.
(108) A good wife is a good prize.
(١٠٨) ښه ښځه ښه انعام دى.
(109) A good winter brings a good summer.
(١٠٩) چې څومره ژمى يخ وي هومره به يې اوړى تود وي؛ چې څومره يې ښه خواږه دي هومره به يې بد تراخه وي.
(110) A good workman is never overpaid.
(١١٠) ښه کارکوونکي له چې هر څومره زيات معاش ورکړې کم دى.
(111) A great city is a great solitude.
(١١١) چې څومره ښار غټ، هومره يې بيې لوړې.
(112) A great fortune is a great slavery.
(١١٢) د ډېر دولت سره ډېره غلامي وي.
(113) A great reputation is a great charge.
(١١٣) د زيات شهرت مسئوليت هم زيات وي.
(114) A great ship asks deep waters.
(١١٤) د غټو خلکو خبرې هم غټې وي.
(115) A great talker is a great liar.
(١١٥) ډېرې خبرې کوونکى اکثر درواغ وايي.
(116) A greedy man God hates.
(١١٦) د خداى لالچي سړى نه خوښېږي.
(117) A guilty conscience needs no accuser.
(١١٧) د غل په ږيره کې خس.
(118) A handful rice is riches to a starving man.
(١١٨) چې د ولږې مړ کېږي هغه له يو موټى وريجې هم غټ دولت وي.
(119) A hasty man never wanteth woe.
(١١٩) بيړه د شېطان کار دى.
(120) A healthy conscience is like a wall of brass.
(١٢٠) پاک ضمير د اوسپنې دېوال دى.
(121) A hired horse never tired.
(١٢١) د کرايې اس نه ستړى کېږي.
(122) A holy habit cleaneth not a foul soul.
(١٢٢) پاکو جامو اغوستلو سره ناپاک روح نه پاکېږي.
(123) A honey tongue, a heart of gall.
(١٢٣) په ژبه شات، په زړه زهر.
(124) A hungry man is angry man.
(١٢٤) سړى چې وږى شي نو په قهر شي.
(125) A jackdaw is ever found near to jackdaw.
(١٢٥) د کارغه صرف د کارغانو سره لګي.
(126) A hut is a palace to a poor man.
(١٢٦) د غريب لپاره خپله جونګړه هم محل دى.
(127) A jealous head is soon broken.
(١٢٧) د حسد کوونکي سر زر ماتېږي.
(128) A journey of a thousand miles begins with one step.
(١٢٨) خط له ټکي شروع کېږي.
(129) A liar must not have a good memory.
(١٢٩) درواغجن حافظه نلري.
(130) A lie has no legs.
(١٣٠) د درواغو پښې نه وي.
(131) A light purse is a heavy curse.
(١٣١) غربت لوي عېب دى.
(132) A little bird is content with a little meal.
(١٣٢) غريب سړى په لږه هم خوشحالېږي.
(133) A little field may grow good corn.
(١٣٣) وړوکى سړى هم غټ کار کولى شي.
(134) A little knowledge is a dangerous thing.
(١٢٤) نيم حکيم د ځان خطر، نيم ملا د ايمان خطر.
(135) A little labour, much health.
(١٣٥) د ښه صحت لپاره کار ضروري دى.
(136) A little leak will sink a great ship.
(١٣٦) د لږې بې احتياطۍ نه غټ تاوان پېښېږي.
(137) A little pot soon hot.
(١٣٧) مانده سړى زر غوسه کېږي.
(138) A little with quiet is the only diet.
(١٣٨) خوشحالۍ کې وچه ډوډۍ هم ښه خوند کوي.
(139) A long tongue is a sign of a short hand.
(١٣٩) کم عقل سړى خبرې ډېرې کوي.
(140) A lord without riches is a soldier without arms.
(١٤٠) د بې حجرې خان مثال داسې دى لکه د بې ټوپکه عسکر.
(141) A lowborn man feels proud of his honours.
(١٤١) کم اصل په ښو څه پوهېږي!.
(142) A madman and a fool are not witness.
(١٤٢) د لېوني او احمق څه اتبار؟
(143) A man at sixteen will prove a child at sixty.
(١٤٣) چې زر ځوان شي زر به زړېږي.
(144) A man can die only once.
(١٤٤) مرګ صرف يو ځل راځي.
(145) A man cannot spin and need at the same time.
(١٤٥) په يو وخت دوه کاره نه کېږي.
(146) A man in debt is caught in net.
(١٤٦) د قرض د جال نه وتل ګران دي.
(147) A man is known by his friends.
(١٤٧) سړى په دوستانو پېژندل کېږي.
(148) A man’s character depends on whether his friends are good or bad.
(١٤٨) دوستانو سره د ناستې پاستې اغېز خامخا وي.
(149) A man is known after his death.
(١٤٩) د خوشحال قدر که اوس په هيچا نشته + پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم.
(150) A man is not good or bad for one action.
(١٥٠) په يوه غلا سړى نه غل کېږي.
(151) A man, like a watch, is to be valued by his doings.
(١٥١) د ناراسته سړي مثال د خراب ساعت دى.
(152) A man may bear till his back breaks.
(١٥٢) د زغم هم يو حد وي.
(153) A man must plough with such oxen as he has.
(١٥٣) له خپل څادر سره سمې پښې وغزوه.
(154) A man of cruelty is God’s enemy.
(١٥٤) ظالم د خداى دښمن دى.
(155) A man without money is a bow without an arrow.
(١٥٥) تشه لاسه ته مې دښمن يې.
(156) A man without reason is no better than a beast.
(١٥٦) د بې عقله انسان د څاروي سره هيڅ توپير نه وي.
(157) A man’s best fortune or his bad or worst is his wife.
(١٥٧) د انسان خوشبختي او بدبختي د هغه په مېرمن پورې اړه لري.
(158) A man’s gift makes room for him.
(١٥٨) رشوت هر ځاى کې لار وباسي.
(159) A mind moves the mass.
(١٥٩) پياوړى عزم غرونه خوځولى شي.
(160) A mole wants no lantern.
(١٦٠) عېب نه پټېږي.
(161) A myrtle among thorns is a myrtle still.
(١٦١) لعل په ايرو کې نه پټېږي.
(162) A needy man is lost when he wishes to imitate a powerful man.
(١٦٢) کلاله وکه خپله سياله.
(163) A new broom sweeps clean.
(١٦٣) نوى نوکر په منډه هوسۍ نيسي.
(164) A noble plant suits not with a stubborn ground.
(١٦٤) ښه بوټى ښه ځمکه غواړي.
(165) A not to the wise and a rod to the foolish.
(١٦٥) اصيل له اشاره کم اصل له کوتک.
(166) A pebble and a diamond are alike to a blind man.
(١٦٦) ړوند رڼا څه پېژني.
(167) A penny saved is a penny got.
(١٦٧) چې بچت دې وکړ ودې ګټله.
(168) A penny weight of love is worth a pound of law.
(١٦٨) چې په مينه کېږي هغه کار په زور نه کېږي.
(169) A pet lamb makes a cross ram.
(١٦٩) ډېره مينه ماشوم خرابوي.
(170) A picture is a dumb poem.
(١٧٠) عکس د خاموش شعر په څېر دى.
(171) A piece of churchyard fits everybody.
(١٧١) مرګ نه په واړه دى او نه په زاړه.
(172) A pin a day is a goat a year.
(١٧٢) څاڅکى څاڅکى ډېرېږي.
(173) A place on the ground is safer than upon lofty towers, he who rests on the ground has no chance of falling out.
(١٧٣) چې څومره غټېږې، خطرې زياتېږي.
(174) A plant often removed cannot thrive.
(١٧٤) کاڼى چې په ځاى پروت وي دروند وي.
(175) A pleasant possession is of no good without a comrade.
(١٧٥) هر څه د ملګري سره خوند کوي.
(176) A poet is born no made.
(١٧٦) شاعر پېدا کېږي، جوړېږي نه.
(177) A poor man’s voice is never heard against the rich.
(١٧٧) د غريب ملا په اذان څوک غوږ نه ګروي.
(178) A poor man wants something, a covetous man all things.
(١٧٨) غريب به موړ شي خو لالچي نه مړېږي.
(179) A pound of idleness weighs twenty ounces.
(١٧٩) وزګار وخت نه تېرېږي.
(180) A powerful imagination produces the even.
(١٨٠) د کوم کار په اړه چې ډېر فکر وشي هغه کېږي.
(181) A promise attended to is a debt settled.
(١٨١) د وعدې پوره کول داسې دي لکه پور خلاصول.
(182) A promise delayed is justice deferred.
(١٨٢) وعده نه پوره کول بې انصافي ده.
(183) A promise neglected is an untruth told.
(١٨٣) وعده نه پوره کول داسې دي لکه دروغ ويل!
(184) A prophet is not honoured in his own country.
(١٨٤) خپله خور لور کړميزنه وي.
(185) A quiet conscience sleeps in thunder.
(١٨٥) چې غل نه يې د باچا نه مه ويرېږه.
(186) A quiet tongue shows a wise head.
(١٨٦) شېخ فريده چوپه خوله دې بهتري ده.
(187) A reconciled friend is a double enemy.
(١٨٧) چې يو ځل دې دښمن شو بيا پرې اتبار مه کوه.
(188) A reformed rake makes the best husband.
(١٨٨) په لار شوى لوفر ښه مېړه وي.
(189) A right sleeps sometimes, it never dies.
(١٨٩) د چا حق ځنډول کېداى شي، خوړل کېداى نه شي.
(190) A river, you contend with the sea!
(١٩٠) وړه خوله غټې خبرې.
(191) A rogue always suspects deceit.
(١٩١) څوک چې پخپله بد وي نور هم ورته بد ښکاري.
(192) A secret is your blood, let it out too often and you die.
(١٩٢) راز د وينې په څېر دى او د وينې توييدنه مرګ دى.
(193) A sensible man judges of present by past events.
(١٩٣) هوښيار سړى د تجربې نه زده کړه کوي.
(194) A self-evident truth requires no proof.
(١٩٤) لمر په ګوته نه پټېږي.
(195) A sharp good for a stubborn ass.
(١٩٥) کږه خوله په سُوک سمېږي.
(196) A short cut is often a wrong cut.
(١٩٦) په سمه لار ځه که اوږده هم وي.
(197) A shroud has no pockets.
(١٩٧) د کفن جېبونه نه وي؛ مړى د ځان سره هيڅ نشي وړى.
(198) A single sinner sinks the boat.
(١٩٨) په پادې کې د يوې غوا مردارى د ټولو نوم بدوي.
(199) A sinful hand makes a failing heart.
((١٩٩) د غل په ږيره کې خس.
(200) A sleeping fox catches no poultry.
(٢٠٠) څوک چې خوبونه کوي مېښه يې نر کټى زېږوي.
(201) A slight pretext suffices for doing evil.
(٢٠١) چې زړه نه غواړي بهانې ډېرې دي.
(202) A slothful man never has time.
(٢٠٢) چې څوک هيڅ نه کوي هغه وخت هم نه لري.
(203) A slow fire makes sweets malt.
(٢٠٣) د جرندې ډوډۍ خوږه وي.
(204) A small shop may have a good trade.
(٢٠٤) دوکان کوچنى، کار يې غټ.
(205) A small spark shines in the dark.
(٢٠٥) د نيشت نه لږ ښه دى.
(206) A small sum will serve to pay a short reckoning.
(٢٠٦) چې څومره ګوړه اچوې هومره شربت خوږېږي.
(207) A small wound may be mortal.
(٢٠٧) معمولي زخم هم د مرګ سبب جوړېداى شي.
(208) A smart coat is a good letter of introduction.
(٢٠٨) ښې جامې ښه اغېز لري.
(209) A soft answer turneth away wrath.
(٢٠٩) خوږه خبره ښه ځواب دى.
(210) A soldier fights upon his stomach.
(٢١٠) په وږې خېټه جنګ چېرته کېږي.
(211) A sorrow is an itching place which is made worse scratching.
(٢١١) د غم مثال د خارښ دى، چې څومره يې ګروې هومره ډېرېږي.
(212) A sorrow shared is but half a trouble, but a joy that’s shared is a joy made double.
(٢١٢) غم په شريکولو کمېږي او خوشحالي په شريکولو ډېرېږي.
(213) A stitch in time saves nine.
(٢١٣) کار هغه چې په وخت وشي.
(214) A tame tongue is a rare bird.
(٢١٤) هر څوک خپله ژبه په قابو کې نشي ساتلى.
(245) A thief passes for a gentleman, when thieving has made him rich.
(٢٤٦) دولت سل عېبه پټوي.
(246) A thing is bigger for being shared.
(٢٤٦) هر چا ته خپله برخه غټه ښکاري.
(247) A thousand applicants for one appointment.
(٢٤٧) يو انار، سل بيمار.
(248) A thousand years hence the river will run as it did.
(٢٤٨) دا دنيا به همداسې وي.
(249) A traitor is ill company.
(٢٤٩) غدار سره مه کېنه.
(250) A tyrant is most tyrant to himself.
(٢٥٠) ظالم دومره په بل نه کوي لکه په ځان.
(251) A valiant man’s look is more than coward’s sword.
(٢٥١) د مېړني تش کتل د ډارن د تورې نه زيات کار کوي.
(252) A voluntary burden is not a burden.
(٢٥٢) په خپله اوچت کړى بار، بار نه دى.
(253) A wall has ears, too.
(٢٥٣) د دېوالونو هم غوږونه شته.
(254) A will-filled belly does not believe in hunger.
(٢٥٤) موړ د وږي د حاله څه خبر دى.
(255) A white wall is a fool’s paper.
(٢٥٥) کم عقل هر ځاى کې خپله کم عقلي ښکاره کوي.
(256) A willful man must have his way.
(٢٥٦) ضدي سړى د چا خبره کله مني.
(257) A willful man needs be very wise.
(٢٥٧) د ضدي سړي لپاره ضروري ده چې عقلمند هم وي.
(258) A willing mind makes a light foot.
(٢٥٨) چې چرته زړه ځي هلته پښې ځي.
(259) A wise head makes a closed mouth.
(٢٥٩) هوښيار سړى غلى اوسي.
(260) A wise foe is better than a foolish friend.
(٢٦٠) د کم عقل دوست نه هوښيار دښمن ښه دى.
(261) A wise man cares not for what he cannot have.
(٢٦١) عقلمند سړى د امکاناتو څخه بهر سوچ نه کوي.
(262) A wise man gets learning from those who have none themselves.
(٢٦٢) عقل د کم عقلو نه زده کېږي.
(263) A wise man is a great wonder.
(٢٦٣) دنيا کې د عقلمندو کمى دى.
(264) A wise man is out of the reach of fortune.
(٢٦٤) په عقلمند د دولت زور نه رسي.
(265) A wise man’s loss is his secret.
(٢٦٥) عقلمند د تاوان ډنډوره نه غږوي.
(266) A wolf besets you on this die, a dog on that.
(٢٦٦) يو خوا ته ډانګ دى بل خوا ته پړانګ.
(267) A wolf in lamb’s clothing.
(٢٦٧) په لاس کې مسواک، تخرګ کې چاقو.
(268) A woman and glass are even in danger.
(٢٦٨) ښځه او ګيلاس هر وخت په خطره کې وي.
(269) A woman either loves or hates, there is no third course.
(٢٦٩) ښځه يا مينه کوي يا کرکه، درېمه لار پکې نشته.
(270) A woman’s hair is long; her tongue is longer.
(٢٧٠) د ښځې ويښته اوږده وي خو ژبه د هغو نه هم اوږده.
(271) A woman’s mind and the winter’s wind change oft.
(٢٧١) د ښځې سوچ او د ژمي باد زر بدلېږي.
(272) A woman’s nay is no denial.
(٢٧٢) د ښځې “نا” هم “هو” وي.
(273) A woman’s work is never done.
(٢٧٣) ښځه هيڅکله هم وزګاره نه وي.
(274) A wonder lasts but nine days.
(٢٧٤) عجوبه څو ورځې عجوبه وي.
(275) A word and a stone let go cannot be recalled.
(٢٧٥) توکلې لاړې بېرته نه جاروځي.
(276) A word before is worth two behind.
(٢٧٦) لومړى سوچ کوه بيا خبره.
(277) A word out of season may mar the course of a whole life.
(٢٧٧) خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ده.
(278) A word may be recalled, a life never.
(٢٧٨) بيا بيا ژوند نشته.
(279) A word to the wise is enough.
(٢٧٩) هوښيار له اشاره بس دى.
(280) A work begun is half done.
(٢٨٠) د کار پېل ګران دى سر ته په خپله رسي.
(281) A worthy man is not mindful of past injuries.
(٢٨١) هوښيار سړى زړو خبرو پسې نه ګرځي.
(282) A wound does not pierce the soul.
(٢٨٢) د ژبې ګوزار د تورې د ګوزار نه تېره دى.
(283) A wound never heals so well but that the scar can be seen.
(٢٨٣) د زخم نشان نه ورکېږي.
(284) A year begun is reckoned as one finished.
(٢٨٤) کال د سترګو په رپ کې تېرېږي.
(285) A young idler, an old begger.
(٢٨٥) د ځوانۍ لوفر په پيرۍ کې فقير وي.
(286) Above all, liberty.
(٢٨٦) ازادي ستر نعمت دى.
(287) Abide by your deed.
(٢٨٧) خپل عمل د لارې مل دى.
(288) Absence sharpens love, presence strengthens it.
(٢٨٨) بېلتون مينه تېزوي، وصال يې پياوړې کوي.
(289) Abundance is no fault.
(٢٨٩) شتمن کېدل خو څه ګناه نه ده.
(290) Acorns were good till bread was found.
(٢٩٠) چې غوړه نشته نو وچه ښه ده.
(291) Advice was forthcoming from all; few accepted the danger.
(٢٩١) موږک وايي د پيشو په غاړه کې به ګينګړى څوک تړي؟
(292) Advice none to marry or go to war.
(٢٩٢) د جنګ او واده په معامله کې چا ته نصيحت مه کوه.
(293) Adverse fortune brought forth discord.
(٢٩٣) په بد وخت کې څوک پکار نه راځي.
(294) Africa ever produces something new.
(٢٩٤) د ليرې ډول ښه لګي.
(295) After a funeral a feast.
(٢٩٥) په روژه پسې اختر وي.
(296) After a storm comes a calm.
(٢٩٦) په سخته پسې راحته وي.
(297) After dinner sit a while; after supper walk a mile.
(٢٩٧) له غرمنۍ وروسته لږ استراحت کوه او له ماښامنۍ وروسته لږ ګرځه.
(298) After the deed no counsel of any avail.
(٢٩٨) چې واده تېر شي نکريزې په دېوال وتپه.
(299) After so money ship-wrecks; the harbour.
(٢٩٩) چې بده ورځ تېره شي ښه راځي.
(300) After wit is everybody’s wit.
(٣٠٠) چې موقع تېره شي نو ټول هوښيار شي.
(301) Agues come on horseback, but go away on foot.
(٣٠١) غم لکه اس تېز راځي او لکه مېږى ورو ورو ځي.
(302) All are not hanged that are condemned.
(٣٠٢) مايوسه کېدل کفر دى.
(303) All are not friends, that speak us fair.
(٣٠٣) چاپلوس سړى دوست نشي کېداى.
(304) All are not maidens that wear fair hair.
(٣٠٤) هر ځلېدونکي ته ملغلره مه وايه.
(305) All are not saints that go to church.
(٣٠٥) يواځې عبادت کول د ښه سړيتوب نښه نه ده.
(306) All bread is not baked in one oven.
(٣٠٦) پينځه واړه ګوتې يو شان نه دي.
(307) All bring grist to your mill.
(٣٠٧) پيشو د خداى دپاره مږه نه نيسي.
(308) All came from and will go to others.
(٣٠٨) د بل د لاس نه راځي او د بل لاس ته به ځي.
(309) All colours will agree in the dark.
(٣٠٩) په سخته کې ټول وروڼه شي.
(310) All covet, all lose.
(٣١٠) لږه يې نه اخيستله، ډېره ورته ونه رسېدله.
(311) All do not admire and love the same things.
(٣١١) د هر چا خوښه جلا جلا وي.
(312) All doors are open to courtesy.
(٣١٢) ښو اخلاقو ته هر ځاى کې پخېر راغلى ويل کېږي.
(313) All excess turns into vice.
(٣١٣) هر کار په اندازه.
(314) All fail where faith fails.
(٣١٤) اتبار د لاسه ورکول هر څه د لاسه ورکول دي.
(315) All fame is dangerous; good brings envy, bad shame.
(٣١٥) شهرت هر وخت خطر لري؛ که ښه و حاسدان پېدا کېږي که بد و شرم راوړي.
(316) All fish are not caught with flies.
(٣١٧) ټول په يوه تله مه تله.
(317) All grieves with bread are less.
(٣١٧) تنګسه لوي مصيبت دى.
(318) All hoods make not monks.
(٣١٨) هر سُور ږيرى شاګل نه وي.
(319) All hours are not ripe.
(٣١٩) د هرې خبرې خپل وخت وي.
(320) All is fair in love and war.
(٣٢٠) په مينه او جنګ کې هر څه روا دي.
(321) All is fine that is fit.
(٣٢١) چې ضرورت شي نو روا شي.
(322) All is for the best.
(٣٢٢) چې څه وشو هغه وشو.
(323) All is not won that is put in the purse.
(٣٢٣) پېسه د لاس خيرى دى.
(324) All is well that ends well.
(٣٢٤) ښه چې په خېر سر ته ورسېدو.
(325) All is well with him who is beloved of his neighbours.
(٣٢٥) ښه ګاونډ کې ژوند ښه تېرېږي.
(326) All keys hang not on one girdle.
(٣٢٦) ټول خلک يو شان نه وي.
(327) All nobility is lost in him whose merit is in birth.
(٣٢٧) د سيدانو په کورنۍ کې زېږېدل د شرافت نخښه نه ده.
(328) All men love themselves.
(٣٢٨) هر څوک د خپل ځان په مينه کې ګېر دي.
(319) All offices are greasy.
(٣١٩) بې محنته هيڅ کار نه کېږي.
(320) All maturity is destined to decay.
(٣٢٠) هر کمال له زوال شته.
(321) All roads lead to Rome.
(٣٢١) هره لاره کابل ته ځي.
(322) All that glitters is not gold.
(٣٢٢) هر سور ږيرى شاه ګل نه دى.
(323) All that is rare is dear, that which is every-day is cheap.
(٣٢٣) هر شى چې لږ وي ګران وي.
(324) All the wit in the world is not in one head.
(٣٢٤) په دنيا کې يواځې ته هوښيار نه يې.
(325) All things risen will fall.
(٣٢٥) هر کمال له زوال شته.
(326) All things done magnificently be the rich.
(٣٢٦) د خان صېب هر عمل خلکو ته ښه ښکاري.
(327) All the world will beat the man whom fortune buffets.
(٣٢٧) چې قسمت يې کوټه شي هغه نه د چا سترګه نه سوځي.
(328) All things are easy that are done willingly.
(٣٢٨) هر کار چې په شوق کېږي اسان وي.
(329) All things are good untried.
(٣٢٩) تماشګير د نخښې مېنځ وُلي.
(330) All things are soon prepared in a well-ordered house.
(٣٣٠) په ښه انتظام سره کارونه زر ترسره کېږي.
(331) All things change, nothing perishes.
(٣٣١) شيان څېرې بدلوي، له منځه نه ځي.
(332) All things in their being are good for something.
(٣٣٢) په دنيا کې هيڅ شى بې فايدې نه دى.
(333) All things require skill but an appetite.
(٣٣٣) هر کار زده کړه غواړي خو خېټه نه.
(334) All things are good unsaid.
(٣٣٤) چوپ پاتې کېدل ښه خبره ده.
(335) All things thrive but thrice.
(٣٣٥) د خوشحالۍ ورځې لږې وي.
(336) All time is the right time for saying what is right.
(٣٣٦) حق خبرې کولو له هر وخت مناسب دى.
(337) All tongues are not made of the same.
(٣٣٧) ټولې ژبې يو شان نه وي.
(338) All truth is not always to be told.
(٣٣٨) کله کله رښتيا هم پټول ضروري شي.
(339) All will come out in the washing.
(٣٣٩) په جنګ کې پټ رازونه هم ښکاره شي.
(340) All work and no play makes jack a dull boy.
(٣٤٠) هر وخت کار، کار او کار هم سړى خرابوي.
(341) All your geese are swans.
(٣٤١) خپل ټټو او د بل اس برابروې؟.
(342) Allowance is to be made for him who first attempts a thing.
(٣٤٢) ستاينه د هر نوښتګر حق دى.
(343) Always to excel and to be superior to others.
(٣٤٣) تل د پرمختګ او له نورو د مخکې کېدو هڅه کوه.
(344) Alexander conqueror of so many kingdoms and peoples, was overcome by anger.
(٣٤٤) په غوسه قابو موندل تر ټولو ګران کار دى.
(345) Allow time and moderate delay, haste administers all things badly.
(٣٤٥) د جلدۍ کار خراب وي.
(346) Alms-giving never made a man poor.
(٣٤٦) په خېرات ورکولو څوک نه غريب کېږي.
(347) Although the sun shines, leave not thy cloak at home.
(٣٤٧) په موسم هيڅکله اتبار مه کوه.
(348) Ambition and love are the wings of great actions.
(٣٤٨) په عزم او شوق غټ غټ کارونه کېږي.
(349) Amendment is repentance.
(٣٤٩) اصلاح ښه توبه ده.
(350) Among the blind, the one-eye is king.
(٣٥٠) د ړندو په ښار کې يو سترګى پاچا وي.
(351) An act done against my will is not my act.
(٣٥١) د مجبورۍ په حالت کې د شوي کار هيڅوک مسئول نه دى.
(352) Among us most sacred is the majesty of wealth.
(٣٥٢) هر څوک د دولت عبادت کوي.
(353) An age builds up cities, an hour destroys them.
(٣٥٣) جوړول ګران او نړول اسان دي.
(354) An ape’s an ape though he wears a good ring.
(٣٥٤) که ګيدړ د زمري پوستکى واغوندي بيا هم ګيدړ دى.
(355) An ass is but an ass though laden with gold.
(٣٥٥) خر په طواف نه حاجي کېږي.
(356) An ass is beautiful to an ass and a pig to a pig.
(٣٥٦) خر ته خر او غوا ته غوا ښکلې ښکاري.
(357) An ass that carries a load is better than a lion that devours him.
(٣٥٧) د پروت زمري نه ګرځېدلى ګيدړ ښه دى.
(358) An empty bag will not stand upright.
(٣٥٨) د ډارن پښې نه وي.
(359) An empty brain is a devil’s workshop.
(٣٥٩) خالي سر د شېطان کور وي.
(360) An empty door will tempt a saint.
(٣٦٠) وړيا شراب قاضي له هم حلال دي.
(361) An empty purse fills face with wrinkles.
(٣٦١) غربت سړى له وخته وړاندې بوډا کوي.
(362) An enemy under the guise of a friend is very dangerous.
(٣٦٢) د لستوڼي مار زيات خطرناک وي.
(363) An examined enterprise goes on boldly.
(٣٦٣) په غور او فکر ترسره شوى کار ښه روان وي.
(364) An honest man’s word is as good as bond.
(٣٦٤) د ايماندار سړي ژبه لوى ضمانت دى.
(365) An honourable death is better than disgraceful life.
(٣٦٥) د عزت مرګ د ذلت د ژوند نه زر ځله ښه دى.
(366) An hour of pain is as long as a day of pleasure.
(٣٦٦) د غم ساعت زر نه تېرېږي.
(367) An ignorant man keeping a great fuss.
(٣٦٧) خپل نوم نه شي ليکلى خو قلمونه درې ګرځوي.
(368) An ill deed cannot bring honour.
(٣٦٨) چې بد کوې بد به مومې.
(369) An ill paymaster never wants excuse.
(٣٦٩) بهانه کوونکي سره د بهانو کمى نه وي.
(370) An ill physician cannot cure others.
(٣٧٠) چې طبيب په خپله مريض وي نو د نورو به څه علاج وکړي.
(371) An oath that is not to be made is not to be kept.
(٣٧١) چې وعده پوره کولى نه شې مه يې کوه.
(372) An old dog cannot alter his way of barking.
(٣٧٢) زوړ شوې خو سوړ نه شوې.
(373) An old dog will learn no tricks.
(٣٧٣) په پيرۍ کې هيڅ نه کېږي.
(374) An old fox needs not to be taught tricks.
(٣٧٤) کونډې ته د کور کولو چل مه ښايه.
(375) An old goat is never the more reverend for his beard.
(٣٧٥) د بوډا عزت په عقل کېږي نه چې په ږيره.
(376) An old wrinkle never wears out.
(٣٧٦) ځواني نه راستنېږي.
(377) An open enemy is better than a false friend.
(٣٧٧) د درواغجن دوست نه دښمن لا ښه دى.
(378) An open brow indicates an open heart.
(٣٧٨) پراخ تندى د سپين زړه نښه ده.
(379) An ounce of practice is worth a pound of preaching.
(٣٧٩) د ډېرو خبرو نه لږ عمل ښه دى.
(380) An ounce of prevention is better than a pound of cure.
(٣٨٠) د ډېر علاج نه لږ پرهېز ښه دى.
(381) An ounce of vanity spoils a hundred weight of merit.
(٣٨١) د کبر کاسه نسکوره ده.
(382) An unhappy man’s cart is sure to tremble.
(٣٨٢) د غريب سړي د کور نغرى سوړ وي.
(383) An unlawful oath is better broke than kept.
(٣٨٣) د ناروا وعدې د پوره کولو نه ماتول ښه دي.
(384) And do you believe that the buried ashes care?
(٣٨٤) مړ خو مړ شو د ژوندو غم کوه.
(385) And evil things are neighbours to good.
(٣٨٥) ښه او بد هر ځاى کې شته.
(386) Ancestral glory is a lamp of posterity.
(٣٨٦) د مشرانو کارنامې مونږ ته پرمختګ لار ښيي.
(387) Anger and haste hinder good counsel.
(٣٨٧) غوصه او جلدۍ کې نصيحت نه اورېدل کېږي.
(388) Anger is a sworn enemy.
(٣٨٨) غوصه د ځان دښمنه ده.
(389) Anger is blind.
(٣٨٩) د غوصې په وخت کې سړى ړوند وي.
(390) Antiquity is not always a mark of verity.
(٣٩٠) ضروري نه ده چې کومه خبره زړه وي نو هغه به خامخا رښتيا وي.
(391) An little silly soul easily can pick a hole.
(٣٩٢) تنقيد کول د ټولو نه اسان کار دى.
(392) Appearances are often deceitful.
(٣٩٢) په ظاهري صورت د چا مه ځه.
(393) Appetite comes with eating.
(٣٩٣) کار په کولو کېږي.
(394) Arms are the props of peace.
(٣٩٤) امنيت د وسلو په زور نيول کېږي.
(395) Are you attempting to appease every body by abandoning virtue?
(٣٩٥) ګرده نړۍ څوک نه شي خوشحالولى.
(396) Argue at home, but a more abroad.
(٣٩٦) د خپل کور مخې ته خو پمن سپى هم غاپي.
(397) Art has an enemy called ignorance.
(٣٩٧) جهالت د هنر دښمن دى.
(398) As a man makes his bed, so he must lie.
(٣٩٨) چې څه کرې هغه به رېبې.
(399) As good twenty as nineteen.
(٣٩٩) د نولسو شلو فرق.
(400) A I brew, so I must drink.
(٤٠٠) چې څه کرې هغه به رېبې.
(401) As the garden, such is the gardener.
(٤٠١) چې څنګه مور هغسې يې لور.
(402) As long as you are prosperous, you will have many friends, but if your days are overcast you will find yourself alone.
(٤٠٢) په ښو ورځو کې هر څوک دوست او خپل شي خو په بدو ورځو کې بيا نه خپل پېدا کېږي نه دوست.
(403) As long lives a merry heart as a sad one.
(٤٠٣) دوه نيمې ورځې ژوند دى ښه يې تېرول پکار دي.
(404) As soon as a man is born is begins to die.
(٤٠٤) ژوند د مرګ سره تړلى دى.
(405) As soon as I was born I wept and every day shows why.
(٤٠٥) دنيا د مصيبتونو کور دى.
(406) As soon as you have drunk you turn your back on the spring.
(٤٠٦) په کوم لوښي کې چې خورې په هغې کې غول مه کوه.
(407) As the bell chinks, so the fool thinks.
(٤٠٧) د وږي په غوږونو کې د ډوډو ټپار وي.
(408) As the crow, so the eggs shall be.
(٤٠٨) چې څنګه چرګه هغسې يې چرګوړي.
(409) As the good man saith, so say we; as the good woman saith, so must it be.
(٤٠٩) د ښه سړي د خبرې تاييد کېږي او د ښې ښځې خبره پوره کېږي.
(410) As the old cock crows, the young one learns.
(٤١٠) واړه د غټو په منډ ځي.
(411) As our affairs go with us so also is our mind affected.
(٤١١) د چاپېرچل اغېز په ذهنونو کېږي.
(412) As the twig’s bent, the tree’s inclined.
(٤١٢) کوم خوا ته چې ښاخونه زور کوي هماغې خوا ته ونه ټيټېږي.
(413) Ask much to get little.
(٤١٣) د لږ څه ترلاسه کولو لپاره ډېر څه کول غواړي.
(414) Ask my companion if I be thief.
(٤١٤) د غل ملګرى خو به هم غل وي!
(415) Ask of God and not of the rich.
(٤١٥) يواځې د خداى نه غواړه.
(416) Ask thy purse what thou shouldst buy.
(٤١٦) د خپل څادر سره پښې غځوه.
(417) Asses that bray most eat least.
(٤١٧) چې ډېر غورېږي هغه لږ ورېږي.
(418) Associating with the bad, you yourself will become bad.
(٤١٨) د بدو سره بد شي سړى.
(419) Assurance is two-thirds of success.
(٤١٩) اعتماد د برياليتوب راز دى.
(420) At a round table there’s no dispute of place.
(٤٢٠) ګردي مېز کې د ځاى څه جګړه؟
(421) At length the fox turns monk.
(٤٢١) ځوانۍ کې تبرګ، پيرۍ کې بزرګ.
(422) At open doors dogs come in.
(٤٢٢) چې اوښان ساتې دروازې به لوړې ږدې.
(423) At the end of the work you may judge the woman.
(٤٢٣) د کار د کتلو نه وروسته نظر پرې څرګندوه.
(424) At the first cup man drinks wine, at the second cup wine drinks wine, at the third cup wine drinks man.
(٤٢٤) د نشې پېل خوندور خو انجام بې خونده وي.
(425) At the game’s end we shall see who gains.
(٤٢٥) د لوبې د ګټې او تاوان په اخر کې پته لګي.
(426) Avarice never made any man rich.
(٤٢٦) په لالچ څوک نه دى شتمن شوى.
(427) Avoid evil and it will avoid thee.
(٤٢٧) ته د بدو نه ځان ساته بد به تا نه ځان ساتي.

Continue to English proverbs (B) پښتو متلونه

ادبي, سياسي, پښتو

February 7, 2010

Ajmal Khattak dies!

Tags: , , , , , ,

Veteran Pashtun nationalist leader and progressive writer and poet, well-known revolutionary Ajmal Khattak died in his hometown Akora Khattak at 85.

S. Mudassir Ali Shah (Pajhwok)
Renowned Pakhtun nationalist leader and distinguished poet Ajmal Khattak breathed his last after a protracted illness in an NWFP hospital, a Pakistani TV channel reported. He was 85.

A former NWFP minister, senator and Member of National Assembly (MNA), the veteran intellectual spent more than a decade and a half in self-imposed exile in Afghanistan.

A senior National Awami Party (NAP) figure, he was wanted by the Federal Security Force as part of a political witch-hunt launched by the Zulfikar Ali Bhutto government. As a result, he stayed in Kabul for 16 years.

His son told Pajhwok Afghan News over the telephone that funeral prayers for Khattak, who remained bed-ridden for more than a year, would be offered in his ancestral village of Akora Khattak in Nowshera district on Monday.

Aimal Khattak said his father, born in Akora Khattak on September 15, 1925, would be laid to rest after Zuhr prayers. During his 50-year political career, he saw his literary pursuits and education take painful turns.

Profoundly influenced by Khan Abdul Ghaffar Khan’s philosophy of non-violence, Khattak was an energetic member of the Quit India Movement in 1942. In an effort to play a more proactive role in the struggle against the British Raj, he left school.

But he resumed studies later on and did his MA in Persian from the Peshawar University. He also served as editor of different newspapers and periodicals, including Anjam, Shahbaz, Adal and Rahber.

A minister in the cabinet of NWFP Chief Minister Mufti Mehmood in 1972, he was the stage secretary at a United Democratic Front (UDF) rally held at Liaquat Bagh in Rawalpindi on March 23 1973.

During the rally, gunshots were fired at the UDF leaders, including Khan Abdul Wali Khan. In the ensuing scuffle, several UDF and NAP workers were killed by the security personnel.

Writer Muhammad Hasan Haqyar, meanwhile, described Khattak’s passing as a tragedy for Pakhtuns living on both sides of the Durand Line. He believed the vacuum created by Khattak’s death would long be felt, particularly in literary and political circles.

Da Ghairat Chagha (Cry of Courage), Da Zhwand Chagha (Cry of Life), Zhwand Aw Khwand (Life and Joy), Guloona Aw Takaloona (Flowers and Quests), Afghan Nang (Afghan Bravery), Kachkol (Begging Bowl), Gul Aw Parhar (Flower and Wound) and Sre Ghunche (Red Bouquets) are some of his famous books.

Haqyar rated Da Ghairat Chagha as an excellent poetic collection that jolted Pakhtuns out of their deep political slumber and galvanised them into waging a determined struggle for their rights.

During his self-exile in Kabul, Khattak enjoyed cordial relations with People’s Democratic Party leaders, including President Nur Muhammad Taraki, Babrak Karmal and Dr. Mohammad Najibullah.

It was in 1989, when the Awami National Party (ANP) entered an electoral alliance with the Pakistan Muslim League of former Prime Minister Nawaz Sharif, that Khattak’s exile came to an end.

A year later, he was elected as Member of National Assembly (MNA) from Nowshera. In 993, Khattak lost his re-election bid but was nominated as an ANP senator in March 1994. Following a prolonged power struggle with Begum Nasim Wali Khan, Khattak was removed as ANP president in 2000.

ادبي, سياسي, پښتو

October 14, 2009

اتفاق تر کومه حده امکان لري؟

Tags: , ,

په کال ٢٠٠٢ کې زه د کراچۍ نه پېښور ته راغلم او د بېرته تللو نه يوه ورځ مخکې د يو کراچيوال ملګري په لارښودنه د ساهو ليکونکيو مرکې په اونيزه غونډه وربرابر شوم. ستر ليکوال قلندر مومند خپل يو غزل تنقيد ته وړاندې کړى و. د ډېرو خلکو لپاره د هغه په غزل تنقيد کول يوه د اعزاز موقع وه نو د ليرې ليرې ځايونو نه خلک غونډې ته د ګډون لپاره ورغلي وو. د غونډې په پاى کې له پېژندګلوى وروسته ما قلندر صېب ته خپله کتابچه ورکړه چې څه راته پکې وليکي. هغه خپل دا شعر وليکلو:

قلندره دا ارمان به ګور ته پټ وړم

“اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شه”

قلندر صېب لږه موده وروسته دا ارمان ګور ته يوړو، خو د قلندر صېب په صورت کې دا د يو داسې سړي ارمان و چې د پټې خزانې په رد کولو سره د پښتو په ادبي نړۍ کې په خپله د بې اتفاقۍ جوړولو سبب ګڼل کېده. ډېرو خلکو د هغه نه دا ګيله کوله چې د پټې خزانې په رد کولو سره يې په پښتنو کې بې اتفاقي پېدا کړې وه. د قلندر صېب د پورته ياد شوي شعر دويم بېت د خوشحال خان خټک د دې شعر برخه ده چې:

اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شه

ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره که

خوشحال خان خټک د پښتنو د ملت پالنې په سياسي او ادبي دواړو ډګرونو کې بنسټ ايښودونکى او مخکښ ګڼل کېږي. په سياسي ډګر کې د خوشحال خان نه نيولې تر باچا خانه او په ادبي ډګر کې هم د هغه نه نيولې تر قلندر مومند پورې هر چا دا ژړا کړې ده چې په پښتنو کې اتفاق نشته. او تر ننه دا لړۍ روانه ده، چېرته چې د پښتنو کومه سياسي يا ادبي غونډه، کنفرانس، يا کنوينشن وي نو د پښتنو د ټولو ستونځو يو غټ لامل بې اتفاقي ګڼل کېږي. هر څوک په دې فکر وي چې که په پښتنو کې اتفاق راشي نو ټولې ستونځې به په خپله حل شي. مګر پوښتنه دا ده چې ايا د دغه ډول کوم اتفاق د راتللو امکان شته؟

ځواب يې زما په فکر مطلق “نه” دى. د نړۍ ټول ملتونه او خلک هيچرې هم په يوه عقيده او يوه مفکوره اتفاق نشي کولى. ځينې ځانګړې ګټې، عقيدې او مفکورې ځينې خلک او ډلې د يو چتر لاندې راوستى شي، د بېلګې په توګه په يوه غټه جګړه کې د څو بېلابېلو ملتونو او هېوادونو خلک د يو قوت پر وړاندې اتفاق کولى شي، مګر د همدغو ملتونو او هېوادونو ډېر داسې خلک به وي چې هغه به د هغوى سره نه متفق کېږي. ځينې وخت به د بېلابېلو ژبو خلک په يوه مفکوره سره راټول شي، خو نور وختونه به د يوې ژبې او قام خلک په نورو خبرو د يو بل خلاف ودرېږي. پايله دا شوه چې اختلاف يو بېخي طبعي امر دى. او د دې طبعي امر نه پېژندل زمونږ اساسي ستونځه ده. د څلورو سوو کلونو راپدېخوا مونږ دا ژړا کوو چې اتفاق نشته، که اتفاق راغى نو ټولې ستونځې به حل شي. خو اتفاق نشي راتللى، نو ستونځې هم نه حل کېږي. او همدا لامل دى چې مونږ د نورې نړۍ نه ډېر وروسته پاتې يو. د نړۍ پر مختللي قومونه هم يو څه موده په اتفاق پسې ګرځېدلي وو خو هغوى ډېر ژر په دې پوه شول چې دا مرغۍ په لاس د راتللو والا نده نو اختلاف ته يې غاړه ورکړه. په پرمختلليو ټولنو کې اوس د ښوونځي ماشومان هڅول کېږي چې نيوکه او اختلاف وکړي.

دلته ځينې خلک دا فکر کوي چې ګنې په پرمختلليو هېوادونو کې خلک په اتفاق دي. داسې هيڅکله نده. په فکري او ذهني توګه او د خوښې او ناخوښې په مناسبت دومره ډېر اختلافات دي چې کوڅه په کوڅه بېلې بېلې ډلې او کمېټې وجود لري. خو اختلاف چې هر څومره وي څوک يو بل ته زيان نه رسوي. د زيان مخنيوى قانون په هر صورت کوي.

که وکتل شي نو د نړۍ ټول نوښتونه هم د اختلاف او انتقاد له امله منځته راغلي دي. ځکه خو ځينې خلک دا عقيده لري چې انتقاد او اختلاف په ژوند کې تر هر څه مهم دي. انتقاد د ذهن تمرين دى او که اختلاف نه وي نو ښه او بد سره نشي جلا کېدلى او که نيوکه او اختلاف نه وي څوک د نويو لارو لټون نشي کولى، حرکت ختمېږي جمود راځي، او جمود د احساس مړينه ده د کومې سره چې مونږ اوس مخ يو. لامل يې دا دى چې زمونږ پوهان، سياستمداران، او ليکوالان ياستمداران، ږ پوهان هم  هم ېدلى. مله منځته راغلي دي. داسې هيڅکله نشي کېدلاى شياوس هم په اتفاق پسې ګرځي.

د اتفاق د نه پېدا کېدو دليل دا دى چې هيچرې د ټولو خلکو ګټې او فکرونه يو شان نشي کېدلاى. هر چا چې د اتفاق خبره کړې هغوى ژوند او اتفاق ته په خپل نظر کتلي حال دا چې ډېرو نورو خلکو به ورته په بل نظر کتلي وي. د دې برعکس اختلاف او انتقاد هغه څه دي چې د دوو افرادو ترمنځ هم په اسانۍ سره راتللى شي، د دوو ورونو، د دوو دوستانو، او دوو همنظره خلکو ترمنځ هم. ضرورت د دې خبرې دى چې په اتفاق پسې د ګرځېدو په ځاى د اختلاف دا طبعي امر وپېژندل شي، او خلک دې ته وهڅول شي چې د اختلاف او انتقاد نه ګټه واخلي. زمونږ پوهان او سياستمداران بايد په ټولنه کې د اختلاف او زغم کولتور ته په وده ورکولو کې خپل رول ولوبوي، خلک په دې پوه کړي چې اختلاف څومره مهم دى او زغم څومره ګټه لري. زما په فکر د پښتنو لپاره به دا يو ګټور کار وي په ځاى د دې چې په هغه څه پسې وګرځي چې نه يې په تېرو څلورو سوو کلونو کې موندلى او نه يې په راتلونکيو زرو کلونو کې څه څرک شته.

ادبي, پښتو

October 9, 2009

د لنډې کيسې پېل او پرمختګ

Tags: , , , , ,

هسې خو کيسه، يا داستان، تراوسه پورې د ژبې او ليک په اړه د لاس ته راغليو معلوماتو له مخې، د هغه وخت نه انسان سره د ژوند په سفر کې ملګرى دى د کله نه چې مونږ ته د انساني ژوند تاريخ رامعلوم شوى دى. خو “لنډه کيسه” د يو ادبي ژانر په توګه د نولسمې پېړۍ د لومړنۍ لسيزې په هغو شپو ورځو کې مخې ته راغلې ده چې کيسه د ريالستي ناول په بڼه د پرمختګ له مهمو پړاوونو تېرېدله. لنډه کيسه دغه مهال لومړى د ريالستي ناول د يو لنډکي جوړښت په توګه وليکل شوه او بيا يې د يو خپلواک ادبي ژانر په توګه وده وکړه.

ګومان کېږي چې الماني ليکوال اي. ټي. اى. هافمين (E.T.A. Hoffmann) (١٧٧٦-١٨٢٢) په دغه لومړني جوړښت کې لنډې کيسې ليکلې دي چې وروسته ورته امريکايي ليکوالو نتانيل هاتورن (Nathaniel Hawthorne) (١٨٠٤-١٨٦٤) او ايډګر الان پو (Edgar Allan Poe) (١٨٠٩-١٨٤٩)، روسي ليکوالانو نيکولاى ګوګول (Nikolai Gogol) (١٨٠٩-١٨٥٢) او انټون چيخوف (Anton Chekhov) (١٨٦٠-١٩٠٤)، فرانسوي ليکوال ګاى ډي موپاسان (Guy de Maupassant) (١٨٥٠-١٨٩٣)، او ځينو نورو وده ورکړې ده. د دې ليکوالو تر وخته لنډه کيسه بيا د يو خپلواک او پياوړي ادبي ژانر په توګه په ادب کې منل شوې وه، ټولګې يې خپرېدلې، مجلو ورته په خپلو پاڼو کې ځاى ورکاوه، او ډېر ليکوالان يې په ادبي نړۍ کې د شهرت لوړو درجو ته رسولي وو.

د يادونې وړ ده چې په ادب کې هر کله هم کوم نوي ژانر وده او پرمختګ کړى نو په شا يې د کوم مهم ادبي يا ټولنيز تحريک لاس پاتې شوى دى. په کومو درېو لسيزو کې چې لنډې کيسې هم په ادب کې د يو خپلواک ادبي ژانر په توګه ځان پياوړى کاوه نو دغه د روماني تحريک (Romantic Movement) هغه ورځې وې چې دا تحريک په اروپا کې د ادب د لوري په بدلولو توانېدلى و او په ټولنه کې ارزښتونه او معيارونه په بېخي يو نوي شکل راڅرګندېدل.

نو دا د لنډې کيسې او د هغې د ليکوالو لپاره يوه ښه موقع وه چې په دې بدلېدونکي ادبي چاپېريال کې ځان ځاى او د يوې مهمې ادبي شتمنۍ په توګه راښکاره کړي. ناول او شعر په دغه وخت کې هم د ټولنې د لوړو ژورو د انځورولو او د انسان د سوچ او احساس د څرګندولو لپاره خپل لوړ مقام درلود خو لنډه کيسه په دې بريالۍ شوه چې په منځ کې يې خپل ځان هم ځاى کړي. او دا کمال د الان پو، چيخوف او موپاسان په څېر د هغو لوړفکره ليکوالانو و چې لنډې کيسې ته په دغه مهمه دوره کې په لاس ورغلل.

له هغې وروسته تر دې دمه لنډې کيسې خپل سفر ندى درولى. د امريکا او اروپا د غټو ژبو په ادب کې د ناول او شعر تر څنګ د ځان ځايولو، او د پېغام رسولو د يوې بهترينې او په زړه پورې وسيلې له جوړېدو وروسته لنډه کيسه د نړۍ نورو ژبو ته هم ورسېدله.

پښتو او ګاونډيو ژبو ته لنډه کيسه د شلمې پېړۍ په پېل کې هغه وخت راورسېدله چې دلته هم د نويو سياسي بدلونونو د اغېز لاندې ادبي رجحانات بدلېدل او د اروپا د ادبي تحريکونو او شتمنيو څخه ګټه اخيستل کېدله. تر دې وخته د پښتو په ګاونډيو ژبو کې لنډې کيسې ډېر پرمختګ کړى و او د نړيوالې درجې ليکوالان پکې پېدا شوي وو چې په هغوى کې د اردو ژبې سعادت حسن منټو (١٩١٢-١٩٥٥) او کرشن چندر (١٩١٤-١٩٧٧) د يادولو وړ دي. په دغه تسلسل کې د پښتو لنډه کيسه هم اوس د کميت او کيفيت دواړو له پلوه يو داسې پړاو ته رارسېدلې ده چې مونږ پرې خپله ژبه شتمنه ګڼلى شو.

د څه دپاسه دوه سوه کلونو په دې نړيوال سفر کې لنډه کيسه په يو ټاکلي او محدود جوړښت کې نده پاتې شوې. ډېر ځل په دې بحثونه او ليکنې شوې دي چې لنډه کيسه څه ته وايي او بايد څرنګه وليکل شي. چا وويل چې دا د پېغام رسولو تر ټولو سپېڅلې او موثره وسيله ده. چا وويل چې دا د لفظونو جادوګري ده. چا په دې ورختمه کړه چې لنډه کيسه ژوند دى او ژوند يوه لنډه کيسه. چا پکې دا د ناول يوه کوچنۍ بڼه وبلله او چا يې نور نور تعريفونه وکړل. ځينو بيا د دې لپاره د وخت او ځينو نورو د لفظونو حد وټاکه. چا وويل لنډه کيسه بايد په يوه ناسته کې وليکل شي. نورو وويل چې نه، بايد په يوه ناسته کې ولوستل شي. ځينو وويل چې لنډه کيسه په يوه کرښه کې هم ليکل کېداى شي، ځينو نورو دا دليل ويلو چې بايد لږه تر لږه يوه پاڼه وي، خو ځينو بيا ويل چې بايد له پنځو زرو زيات او له نهو زرو کم لفظونه ولري. د لنډې کيسې د مهمو عناصرو په اړه هم دغه ډول بحثونه کېدل او دليلونه ورکول کېدل. چا ويل پلاټ يا ځمکه يې غټ ضرورت دى، نورو ويل چې تلوسه پکې پکار ده، او چا يې د کرکټرونو لپاره حدونه ټاکل. همدغه راز د دې په موضوعاتو هم خبرې شوې دي. چا ويل پلانۍ موضوع د لنډې کيسې ده چا ويل نه ده.

زما په فکر دغه ټول بحثونه دلته راوړل او د دې ليکنې پرې اوږدول کومه ګټه نه لري. ځکه چې لنډه کيسه تر دغه يوه حده هم نه پاتې شوې او نه چې تر څو دا سفر روان دى پرې پاتې کېدى شي. دليل مې دا دى چې ښو او هنرمندو ليکونکو په دغو ټولو جوړښتونو کې چې هر جوړښت خوښ کړى دى د کيسو ښې ودانۍ يې پرې ودرولې دي. مطلب دا چې دا خبره په ليکونکي پورې اړه لري چې هغه څومره د کيسه ليکنې په هنر برلاسى او د کمال خاوند دى. او د کيسې اوږدوالى او لنډوالى د موضوع په غوښتنې پورې اړه لري. که يو ليکونکى د کيسه ليکنې هنر نه لري نو هغه د ښې موضوع نه هم هيڅ نشي جوړولى. خو که ليکوال په دغه هنر برلاسى وي، د مطالعې او مشاهدې خاوند وي، خپل پېغام، احساس او جذبې ته د لفظونو د ورکولو په هنر پوهېږي، او د لوستونکو د نفسياتو او د معاصرو ادبي رجحاناتو نه خبر وي، نو هغه د يوې وړې موضوع نه هم غټه کيسه جوړولى شي، هغه د تلوسې نه بغېر هم داسې کيسه ليکلى شي چې لوستونکي ته به خوند ورکوي، او هغه د خپل پېغام او خپل هنر په زور د لوستونکي ذهنيت په داسې انداز بدلولى شي چې لوستونکى به پر ځان پوه هم نه وي. د خپلو دې خبرو د دليل په توګه به زه د موپاسان د لنډې کيسې “غاړه کۍ” (Necklace) حواله ورکړم چې لوستونکى په پاى کې يو ژور فکر کولو ته اړ باسي، د سعادت حسن منټو د لنډې کيسې “تور پرتوګ (کالي شلوار) حواله به ورکړم چې په غېر ارادي ډول يوې بدکرداره ښځې سره د لوستونکي همدردي پېدا کوي، د زيتون بانو د لنډې کيسې”کخى” حواله به ورکړم چې د ټولنې د يوې خاصې درجې د خلکو بدرنګ ذهنيت په خپله ټوله بدرنګۍ د لوستونکي مخې ته ږدي، د زرين انځور د لنډې کيسې “نوراني” حواله به ورکړم چې ښه کار په غلطه طريقه د کولو منافقانه سوچ ته څپېړه ورکوي، او د قلندر مومند د لنډې کيسې “صرف شرفاء کيلئے” حواله به ورکړم چې هيڅ تلوسه نلري خو بيا هم لوستونکي ته خوند ورکوي.

نو زما په فکر ښه دا ده چې مونږ کيسه ليکوال د فني جوړښتونو په خاصو دايرو کې بند نه کړو. دا د ليکوال خوښه ده چې هغه يوه موضوع په څومره ځمکه، کرکټرونو، او تلوسه کې لوستونکي ته رسوي او څومره ارزښت پکې پېدا کوي. که رښتيا ليکوال وي نو هر جوړښت چې يې وټاکه په کيسه کې به يې دومره زور وي چې لوستونکى به ځان ته راکاږي. او که ليکوال نه وي نو په يوه بڼه ترې هم څه نشي جوړولى.

خو دا يوه خبره بايد خامخا په نظر کې ونيول شي چې د کيسې بنسټ دې د ژوند په حقيقتونو او هغه منطق ولاړ وي چې د انسان د ژوند سره نږدې تړاو لري. همدا د عصري ادب سپېڅلى مقام او مرام دى.

Afghanistan, ادبي, اردو

September 12, 2009

پشتو ٹپہ: دنيا کی مختصر ترين نظم

Tags: , , , ,

جب ميں نے پھلی بار انگلش ميں ايک مضمون لکھ کر يہ کہا کہ پشتو کا ٹپہ دنيا کی مختصر ترين نظم ہے تو بہت لوگوں نے ايميلز اور آن لاين تبصروں کے ذريعے مجھے ديگر زبانوں کی کئ مختصر ترين نظميں بھيجيں جن ميں کئ ايسی نظميں بھی تھيں جن کا ٹوٹل وجود تين يا چار الفاظ پر منحصر تھا۔

يہاں بھی عنوان پڑھ کر شايد کچھ لوگ يہ خيال کريں کہ اردو يا دوسری زبانوں ميں تين يا چار الفاظ کی نظميں موجود ہيں۔ يہ بات سو فيصد درست ہيں۔ کئ زبانوں ميں ايسی نظميں لکھی جاچکی ہيں۔ مگر بات يہ ہے کہ وہ ہيئت کے لحاظ سے ايک مستقل نظم کی حيثيت نہيں رکھتيں۔ مثال کے طور پر نظم کی کئ قسميں ہيں، جيسے کہ: مرثيہ، قصيدہ، حمد، نعت، پابند نظم، مقفٰی نظم، معرٰی نظم، آزاد نظم، سانيٹ وغيرہ۔ ان ميں سے کوئی بھی مستقل طور پر ايسی ہيئت نہيں رکھتی کہ جس ميں لکھی جانے والی تمام نظميں مختصر ہوں۔ صرف جاپانی ہائيکو، جو اب بشمول اردو تقريباً سبھی زبانوں ميں اپنائی جاچکی ہے، ايک ايسی نظم ہے کہ جسے مختصر کہا جاسکتا ہے۔ مگر ٹپہ ہيئت ميں اس سے بھی زيادہ مختصر ہے۔

اختصار کے علاوہ ٹپہ کی ايک اور خصوصيت يہ ہے کہ اسے “عورتوں کی شاعری” کہا جاتا ہے۔ دنيا ميں ٹپہ کے علاوہ شايد ہی شاعری کی کوئی ايسی قسم يا خاص ہيئت ہو جسے خاص طور پر مردوں يا عورتوں کی شاعری کہا جائے۔ يہ بات انتہائی اہميت کی حامل ہے کيونکہ پشتونوں کے قبائلی معاشرے ميں جہاں خيالات و احساسات کے اظہار کے ذرائع بہت محدود ہيں اور جہاں عورتوں کی زندگی بہت پابند اور کئ پردوں ميں لپٹی ہوئی ہے، وہاں عورتوں کو ٹپہ کی شکل ميں اظہار رائے کا ايک بہت اچھا ذريعہ ميسر آيا ہے۔

اور يہ ذريعہ کافی مؤثر بھی ہے کيونکہ ٹپہ ہيئت کے لحاظ سے بہت مختصر اور موسيقی سے بھرپور ہوتا اور ايسے جامع انداز ميں بولا جاتا ہے کہ سننے والے کے دل ميں راہ کرجاتا ہے۔ اس مختصر سی ہيئت ميں دنيا کے بڑے بڑے موضوعات اور گہرے خيالات اتنی خوبصورتی سے پروئے جاتے ہيں کہ سنتے ہی ازبر ہوجاتے ہيں اور پھر ضرب الامثال کی طرح ياد آجاتے ہيں۔ اور جب تقريروں يا بحث مباحثے اور بات چيت ميں کوئی ٹپہ بولا جاتا ہے تو تقرير کا جادو دو بالا ہوجاتا ہے۔

مشہور پشتون سياستدان خان عبدالولی خان اپنی تقارير ميں سياسی موضوعات پر مختلف ٹپے سناتے اور اسی لئے بہت اچھے مقرر کے طور پر جانے جاتے تھے۔ گو کہ بنيادی طور پر ٹپہ لوک ورثہ ہے اور اس کا کوئی معلوم شاعر بھی نہيں ہے اور اسے مجموعی طور پر عورتوں کی شاعری سمجھا جاتا ہے، پھر بھی موضوع کے لحاظ سے اس کا دامن اتنا وسيع ہے کہ سياست اور محبت سے ليکر گھر کے کام کاج اور لڑائی دشمنيوں تک ہر چيز کے بارے ميں ٹپے موجود ہيں۔

ہر پشتو گلوکار اپنے کيرئير کے دوران سب سے زيادہ ٹپے گاتا ہے اور جب “يا قربان” کی آواز کے ساتھ کوئی گلوکار ٹپے گانا شروع کرديتا ہے تو سننے والے دم بخود رہ جاتے ہيں کيونکہ اس کا اثر بہت ہی سريلا ہوتا ہے۔ پشتون لڑکياں شادی و غمی کے دوران اور گھر کے کام کاج کے وقت مدہم سی آواز ميں ٹپے گا کر اپنی اس گھريلو موسيقی سے لطف اٹھاتی ہيں؛ پشتون نوجوان کھيتوں اور پھاڑوں ميں کام کرنے کے دوران اونچی آواز ميں “يا قربان” کے ساتھ ٹپے گاتے ہيں؛ اور پشتون سياستدان، ملا، اور معاشرے کے ہر طبقے کے لوگوں کو ٹپے پسند آتے ہيں۔

ہيئت کے لحاظ سے ٹپہ کے صرف دو مصرعے ہوتے ہيں: پہلا مصرعہ ٩ بحروں کا اور دوسرا ١٣ کا۔ تمام ٹپوں کا قافيہ ايک ہی ہوتا ہے اور ادائيگی ميں اس کا اختتام ايک ہی طريقے سے ہوتا ہے۔ خوشی، غمی، محبت، انتظار، جدائی، جنگ، صلح، غرض ہر موضوع کے لئے اپنے ٹپے ہيں جو اگر خوشی کے موقع پر بولے جائے تو خوشی دوبالا ہوجاتی ہے اور اگر گم کے موقع پر سنائے جائے تو سننے والوں کو رلاديتے ہيں۔

مشہور پشتون سکالر اور پشتو اکيڈمی پشاور کے سابق ڈائريکٹر ڈاکٹر راج ولی شاہ خٹک ٹپہ کے بارے ميں لکھتے ہيں: “ٹپہ تمام پشتونوں ميں، چاہے وہ کسی بھی عمر کے ہوں، يکساں طور پر مقبول ہے۔ بے شمار ٹپے نامعلوم شاعروں کی طرف سے کہے گئے ہيں اور بہت ہی مقبوليت سے گائے جاتے ہيں۔”

ليجئے يہاں پر چند ٹپے اردو ترجمہ کے ساتھ پيش خدمت ہيں:

ٹپہ:

ګلونه ډېر دي خداى دې ډېر کړي

د صبر ګل به خپل اشنا له ورکومه

ترجمہ:

پھول تو بہت ہيں اور خدا ان ميں اور بھی اضافہ کريں

مگر ميں اپنے محبوب کو صبر کا پھول ہی دوں گی

ٹپہ:

د پير بابا لاره ده سخته

د ګلو لختې زه به ستا لپاره ځمه

ترجمہ:

پير بابا کے مزار تک جانے کا راستہ تو بہت خطرناک ہے

مگر، اے ميری شاخٍ گل کی مانند محبوبہ، ميں تمہارے لئے ضرور جاؤں گا

ٹپہ:

ځان دې زړو جامو کې جوړ کړو

لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه

ترجمہ:

تم پرانے کپڑوں ميں بن سنور کے ايسی لگ رہی ہو

جيسے کسی کنڈرات گاؤں ميں پھولوں کا باغ ہو

ٹپہ:

که د ځلمو نه پوره نه شوه

ګرانه وطنه جينکۍ به دې ګټينه

ترجمہ:

اگر نوجوان تيری حفاظت نہيں کرسکے اے وطن

ہم لڑکياں تيری حفاظت کے لئے نکليں گی

Afghanistan, ادبي, پښتو

August 30, 2009

کره کتنه د ادب يوه مهمه ستن ده

کره کتنه د ادب يوه مهمه ستن ده. څومره چې په ادب کې شعري او نثري ليکنو ته اړتيا ده د هغې په څو چنده زيات کره کتنې ته اړتيا ده ځکه چې د کره کتنې د شتون په صورت کې ښه او اعلى ادب مخې ته راځي. او کره کتونکى خو ښکاره خبره ده چې بايد يو عالم او نظرلرونکى تن وي. يوه ډېره مشهوره خبره ده چې کره کتونکى د چا د ليکنې کره کتنه کوي بايد له هغه څخه څو چنده زياته پوهه ولري. داسې نه چې يو سړى د قافيې او رديف ترمنځ توپير نشي کولاى، د خاکې او تکل په بېلتون نه پوهېږي، او هغه د صديق پسرلي د شعرونو کره کتنه کوي.

نور