طالبان د شمالي ولايتونو په درېو ولسواليو واکمن دي
د “مکلاچي” په نامه يوې امريکايي ورځپاڼې په خپل يو تازه راپور کې خبر ورکړى چې طالبان د افغانستان په شمالي ولايتونو کې خپل حضور کرار کرار زياتوي او تر دا مهال يې د کندوز او بغلان په درېو داسې ولسواليو کې خپله واکمني ټينګه کړې ده چې پښتانه پکې اوسېږي. راپور زياتوي چې طالبان په شمال کې د ٣٠٠ نه تر ٦٠٠ تنو پورې جنګيالي لري کومو چې په بهرنيو قواوو خپل بريدونه تېز کړي دي او د هغوى تر واک لاندې ولسواليو کې پوستې هم لري.
دا راپور وايي چې طالبانو د اګست په شلمه د افغانستان د ټولټاکنو په ورځ د شمال په ځينو ولايتونو کې ډېر بريدونه وکړل او په دې وتوانېدل چې خلک له رايو ورکولو منع کړي. راپور د بغلان د والي محمد اکبر بارکزي په حواله ويلي چې طالبان په اصل کې نړۍ ته ښودل غواړي چې هغوى يواځې د افغانستان په جنوب کې نه بلکې په هره برخه کې هم ګډوډي راوستلى شي. والي وايي چې دا يوه غټه ستونځه ده چې د حل کولو لپاره يې پوره ځواکونه په لاس کې نه لري.
د راپور له مخې په شمالي ولايتونو کې د طالبانو فعاليتونه زياتېدل د امريکايانو د سر لپاره يو نوى درد جوړ شوى دى ځکه چې هغوى تراوسه پورې لا په دې ندي توانېدلي چې په جنوبي ولايتونو کې د طالبانو حضور له ناکامۍ سره مخ کړي. راپور همداراز وايي چې ښايي په شمال کې د طالبانو مخ پر زياتېدونکى حضور د پښتنو او تاجکو ترمنځ هم غټې ستونځې راولاړې کړي.
برسېره پر دې يوه بله غټه ستونڅه چې ورځپاڼې ورته اشاره کړې دا ده چې ښايي د القاعده جنګيالي په شمال کې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې په فعاليتونو پېلولو سره په ازبکستان او تاجکستان کې مشکلات پېدا کړي. راپور بغلان څخه د پارليمان د يو وکيل هلال الدين هلال په حواله وايي چې “القاعده په شمال کې يو مرکز جوړول غواړي. القاعده هلته د طالبانو ملاتړ کوي ځکه چې هغه د منځنۍ اسيا سره علاقمندي لري.”